د هیواد په سویل لویدیځ نیمروز ولایت کې متشبثې میرمنې وایي، چې د طالبانو د سرپرست حکومت د محدودیتونو له کبله نه شي کولای چې د تېر په څیر ازادانه فعالیت ترسره او بېلابېل لاسي توکي جوړ او بازار ته یې وړاندې کړي.
په دغه ولایت کې چې سلګونه میرمنې او نجونې په صنعتي کارونو بوختې دي او له دې لارې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کوي، وایي چې طالبانو په دې وروستیو کې د کاري جواز په پلمه پر دوی محدودیتونه زیات کړي او له کبله یې یو شمیر میرمنې اړې شوي چې خپل کارونه پریږدي.
نیمروز کې د متشبثو ميرمنو د ټولنې غړې حلیمه (مستعار) وایي، چې په دې ورستيو کې د دوی د کارخونو د جوازونو د جوړيدو برخه کې طالبانو محدوديتونه زيات کړي او نه پرښودل کېږي چې خپل کار ته دوام ورکړي.
نوموړې زیاتوي، چې په ياد ولايت کې شته متشبثې ميرمنې اړې دي چې د جواز ترلاسه کولو لپاره مرکز کابل ته ولاړې شي او په خبره يې چې هلته هم د کار جواز جوړيدل د زیات لګښت سربیره مياشتې مياشتې وخت نيسي او دې چارې میرمنې د کار پریښودو ته اړې کړي دي.
حلیمې وويل: «۳۰ زره افغانۍ يوازې زموږ د کار پر جواز د ضمانت په ډول اخيستل کېږي چې هغه هم په نيمروز کې يې خدمات نشته موږ باید کابل ته د جواز ترلاسه کول پسې ولاړې شو پر لارې محرم هم غواړي بیا په کابل کې ۵۰ يا ۶۰ زره افغانۍ نور لګښتونه راځي چې ټولې ۸۰ زره افغانۍ کېږي يوه ښځه چې ۸۰ زره افغانۍ ولري هغه بیا داسې د کوچنيو کارونو ترسره کيدو ته انتظار نه کوي بیا غټ کاروبار کوي.»
دغه میرمن وایي، چې دا مهال په نیمروز کې ګڼ شمیر میرمنې د ماشومانو لپاره د کالیو او نانزکو، زنانه کالیو، د ودونو او نورو خوشالیو مراسمو پرمهال د کاریدونکو توکو په جوړولو بوختې دي.
د متشبثو میرمنو د ټولنې دغه غړې زیاتوي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو امربالمعروف د یو شمیر توکو په جوړولو بندیز لګولی او صنعتکارو ښځو ته یې ویلي، داسې توکي دې نه جوړوي چې د افغاني کلتور خلاف وي.
هغې وويل: «په توليدي برخه کې ځينې مشخصې برخې پر موږ تړل شوي دي او محدوديتونه راباندې لګيدلي دي زما غوښتنه ستاسو له ادرس څخه د مشرانو (طالبانو) څخه دغه ده چې په نيمروز ولايت کې دغه محدوديتونه زموږ څخه واخلي ترڅو ښځې وکولای شي چې کار په ازاد ډول ترسره کړي.»
ورته مهال نیمروز کې د متشبثو ميرمنو د اتحادې مسئوله شاه ګله ګلزاده که څه هم دشته محدوديتونو په اړه څه نه وايي، خو د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په دې ولایت کې دې د متشبثو ميرمنو ملاتړ وکړي او په دې ولایت کې د ښځو په لاس جوړ شوي توکي دې تر نورو ولایتونو ورسول شي.
نوموړې وویل: «زموږ غوښتنه د لوړ پوړو مقاوماتو څخه دا ده چې دغه کارګاوې تر پوښښ لاندې ونيسي حمايت يې وکړي ترڅو زموږ توليدات نورو ولايتونو ته ورسول شي.»
دغه راز نيمروز کې هغه ميرمنې چې دا مهال د پوښاک او کورونو د ښکلا توکو په جوړولو بوختې دي، وايي چې د دوی په لاس جوړ شوي توکي بازار نه لري.
د ثريا په نوم يوه ميرمن غوښتنه کوي چې د دوی په لاس توليد شویو توکو ته دې په کور د ننه او بهر بازار پيدا شي.
هغې وویل: «زموږ د توکو قيمتونه زيات کم دي موږ د مسوولينو څخه غوښتنه کوو چې د بازار برخه کې زموږ حمايت وکړي په دې برخه کې يوه ستونزه ده چې زموږ د توليد شویو توکو لپاره نه نورو ولايتونو ته لاره شته او نه هم بهرنيو هېوادونو ته يې لاره شته غوښتنه کوو چې دي برخه کې دې موږ ته پاملرنه وشي.»
بلخوا نيمروز کې د طالبانو ځايي مسوولين د میرمنو د کارخونو لپاره د جواز درلودل اړین بولي او وايي د جواز پرته هیڅ یوې میرمنې ته د کار اجازه نه ورکوي.
د نيمروز د کار او ټولنيزو چارو رياست لپاره د طالبانو ریيس عمر زبیر وايي، د جواز پرته هيڅ يوې ميرمنې ته د کار کولو اجازه نه ورکوي او د هغوی څخه غوښتنه کوي چې د فعالیت جوازونه دې جوړ کړي.
هغه وویل: «هره ميرمن چې کومه کارخونه جوړوي هغې ته موږ جواز ورکوو دوی باید وزارت ته ولاړې شي او جواز واخلي بیا دې راشي خپل کارخونه دې په قانوني او شرعي ډول فعاله کړي.»
په نيمروز ولايت کې د متشبثو ميرمنو د معلوماتو له مخې دا مهال په دې ولايت کې تر ۱۰۰۰ زياتې ميرمنې په کارخونو کې د بېلابېلو توکو په جوړولو بوختې او له دې لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.
متشبثې میرمنې وایي، له کله نه چې طالبانو د ښځو او نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دغلته د صنعتکارو میرمنو او نجونو شمير زيات شوی او اړې دي چې د ځان بوخت ساتلو ترڅنګ خیاطي او نور کسبونه زده کړي.