close

د کابل-جلال اباد پر لویه لاره یوې ترافیکي پیښه کې پنځه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایي، چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې پرمهال پنځه کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

سید احمد چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره موټر چلوي وایي، چې دغه ترافیکي پېښه تېر ماسخوتن (دوشنبه، ۱۶ د تلې) شاوخوا ۹:۰۰ بجې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د سروبي ولسوالۍ اړوند «تنګي» سیمه کې د کرولا او بار وړنکي موټرو ترمنځ رامنځته شوې.

 نوموړی زیاتوي، د دې پیښې پرمهال په کرولا موټر کې ناست د یوې ښځې په ګډون پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.

هغه وایي، په مړو شویو کسانو کې یو زوی او مور هم شامل دي چې له کابل څخه جلال اباد ته روان وو.

په همدې حال کې لغمان کې د طالبانو پولیس هم تاییدوي چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښه رامنځته شوې، خو په خبره یې دا پېښه د لغمان نه بلکې د کابل سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

په دې وروستیو کې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښې زیاتې شوي چې لامل یې تر ډیره د موټر چلوونکو ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعات کول بلل کېږي.