اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر ویلي، چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل د بشري حقونو په تړاو د طالبانو د چلند ژور بدلون ته اړتیا لري او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې ترمنځ د پام وړ همغږي موجوده ده.
نوموړي دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ (۱۷ د تلې) په یوه خبري کنفرانس کې د روسیې له خوا د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم د لېرې کولو په تړاو يوې پوښتنې ته په ځواب کې د امریکا د نظر بیانولو پرمهال کړې دي.
میلر ویلي: «تر هر څه لومړی موږ د طالبانو لپاره د یوه ځانګړي ترهګریز سازمان نوم نه دی بدل کړی او لاهم په څرګنده وایو چې د اړیکو د عادي کېدو هر مهم ګام د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو د چلند په ژور بدلون پسي تړلی دی او د دې مسئلې په تړاو د نړیوالې ټولنې ترمنځ د پام وړ یووالی شته.»
امریکا طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې نه دي شامل کړي، خو دا هېواد د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په مشرۍ حقاني شبکه یوه ترهګره ډله ګڼي.
په دې وروستیو کې د مرکزي اسیا ځینو هېوادونو طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه ایستلي. روسیې هم ویلي چې په دې اړه به ډېر ژر پرېکړه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدا راز ویلي، چې د ښځو او نجونو حقونه د امریکا د بشري حقونو په سیاست کې لومړیتوب لري او په دې برخه کې پر طالبانو فشار راوړي.
میلر زیاته کړې: «موږ له خپلو متحدینو او شریکانو سره په ګډه کار ته دوام ورکوو ترڅو پر طالبانو فشار راوړو چې خپلې تبعیضي پرېکړې لغوه کړي او ډاډ ترلاسه کړو… د اړیکو د عادي کولو هر مهم ګام له ښځو او نجونو سره د دوی په چلند کې له ژور بدلون سره تړلی دی، خو یوازې تر دې پورې نه دی محدود چې ښځې او نجونې بېرته ښوونځیو ته ولاړې شي او د ښځو د کار محدودیتونه لېرې شي.»
هغه د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي د دندې ختمولو په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چې ټول هغه کارونه چې ځانګړي استازي توماس وېسټ کول، د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت د شارژدافیرې او د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د ځانګړې استازي له خوا پر مخ وړل کېږي او ټول سیاسي لومړیتوبونه به له کوم بدلون پرته دوام ولري.
هغه له افغانستان څخه د القاعدې د ګواښونو په اړه ویلي، چې د امریکا لپاره تر ټولو مهمه ګټه دا وه او وي به چې دا هېواد نور هیڅکله د امریکا پر وړاندې د تروریستي بریدونو لپاره ونه کارول شي.
میلر ټینګار کړی چې د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې د هر ډول ترهګریز ګواښ پر وړاندې په لوړه کچه هوښیار دي.