اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د «سلطانزي» په نوم یو سوداګریز مارکیټ له تېرو دوو ورځو راهیسې تړلی دی.
د یاد مارکیټ هټۍوالو د نوم نه ښودلو په شرط نن (چهارشنبه، ۱۸ د تلې) وویل، چې دا مارکېټ جلال اباد کې د طالبانو د ښاروالۍ او مستوفیت ادارو له لوري تړل شوی دی.
سرچینو د یاد مارکیټ د تړل کیدو لامل د همدغه مارکیټ د مالک له لوري له ښاروالۍ او مستوفیت له کارکوونکو سره د مالیې پر سر جنجال یادوي.
نورو هټیوالو بیا وویل، چې ځینې دوکانداران د ښاروالۍ او مستوفیت اړوند طالب امنیتي کسانو له لوري وهل ډبول شوي هم دي.
دوکانداران زیاتوي، چې نن هم د جلال اباد ښاروالۍ او مستوفیت ته د ستونزې د هواري لپاره ورغلي خو مسوولانو یې د ستونزې د حل لپاره قناعت کوونکی ځواب نه دی ورکړی.
مونږ هڅه وکړه په دې اړه د جلال اباد ښاروالۍ او مستوفیت د مسوولانو نظر ولرو، خو هغوی زمونږ اړیکه په څو ځلي ځواب نه کړه.
له دې درې اوونۍ وړاندې هم په جلال اباد ښار کې یو بل سوداګریز مارکیټ د څو ورځو لپاره د مستوفیت له خوا د مالیې د نه ورکړې له کبله تړل شوی وو او هغه مهال دوکاندارانو ویلي وو چې طالبان ترې د وسلې په زور د تېر په پرتله څو برابره زیاته مالیه اخلي.