close

د طالبانو له خوا د بشري حقونو نقض؛ رینا امیري د ځواب ورکولو لپاره د نړیوالې ټولنې د ټولو امکاناتو د استفادې غوښتونکې شوه

اطلاعات روز: د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورچي او له بشري حقونو څخه د سرغړونو په برخه کې د ټولو امکاناتو څخه په استفادې د نړیوالې ټولنې د کلک ملاتړ غوښتنه کړې.

امیري تېره شپه (جمعه، ۲۰ د تلې) ایکس کې پر خپله پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره د افغانستان په اړه د بشري حقونو د شورا د وروستي پرېکړه لیک هرکلی کړی دی.

نوموړې لیکلي، چې هغه په ​​افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ څخه مننه کوي چې د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او د نورو زیان منونکو ټولنو د حقونو څخه یې دوامدار ملاتړ کړی دی.

اميري زياته کړې، چې د بشري حقونو د شورا د ٥٨مې غونډې لپاره د بېنټ راپور به د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ويجاړونکي اغېز د روښانه کولو لپاره يو مهم ګام وي.

د دې په خبره دغه قانون له افغان ښځو او نجونو هغه محدوده خپلواکي هم اخلي چې، دوی په خپلو هڅو سره د ځان لپاره برابره کړې ده.

هغې ټینګار کړی: «نړیواله ټولنه باید د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي په ملاتړ او له ټولو امکاناتو په استفادې کې ثابته پاتې شي. دا د یو امن، باثباته او اقتصادي افغانستان لپاره یوه ستراتیژیکه تګلاره ده.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د پرېکړه لیک په تصویبولو سره د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي په توګه د ریچارډ بېنټ دنده د یوه بل کال لپاره وغځوله.

دغې شورا له ښاغلي بېنټ څخه غوښتي چې د بشري حقونو د شورا ۵۸مې غونډې ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور چمتو کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دغه راز ښاغلي بېنټ ته دنده سپارلې چې د ملګرو ملتونو د نورو ځانګړو ماموریتونو په مرسته د افغان ښځو او نجونو لپاره عدالت ته د لاسرسي او خوندیتوب او پر هغوی د بېلابېلو ډولونو د تبعیض د اغیزو په اړه یو راپور چمتو کړي، ترڅو پر بنسټ یې پیاوړې تعاملي خبرې اترې ترسره شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو له خوا افغانستان ته د ښاغلي بېنټ پر سفر بندیز غندلی او له دې ډلې یې غوښتي چې یاد بندیز دې لغوه او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له میکانیزمونو سره دې همکاري وکړي.

طالبانو د روان کال د زمري میاشتې په پای کې افغانستان ته د ریچارډ بېنټ په راتګ بندیز ولګاوه او نوموړی یې د دغې ډلې پر ضد په تبلیغاتو تورن کړ.

ښاغلي بېنټ د طالبانو دا پریکړه «یو ګام شاتګ» بللی او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو اسنادو ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یوه پرېکړه لیک کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته په کتو تصویب شوی، د طالبانو د امربالمعروف قانون د لغوه کیدو غوښتنه یې کړې.

دغې شورا ویلي، چې دغه قانون د ښځو پر وړاندې تبعیض بنسټیز کړی او له طالبانو یې غوښتي چې هغه تګلارې لغوه کړي چې د افغانانو له بشري حقونو څخه د ګټې اخیستنې مخه نیسي.