اطلاعات روز: په غور کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو درې غړي د «نامعلومو وسله والو» له لوري وژل شوي دي.
يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دغه کسان نن (شنبه، ۲۱ د تلې) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د چهارسدې، مرغاب او فيروزکوه ولسواليو ترمنځ په تېره شوې لار «شاه تیغ» سیمه کې وژل شوي دي.
د دغې سرچينې د معلوماتو له مخې، لومړى د نجيب الله او محمدطاهر په نومونو دوه طالبان چې له چهارسدې ولسوالۍ څخه د فيروزکوه پر لور روان وو، د ناپېژاندو وسله والو په برید کې وژل شوي دي.
دغه سرچينه زياتوي، چې په همدې مهال د طالبانو يو بل غړى، چې له مرغاب ولسوالۍ څخه د فيروزکوه پر لور روان و، په همدغه سیمه کې چې «شاه تیغ» نومیږي د وسله والو سره نښته پېلوي او په دې ترڅ کې دا هم وژل کېږي.
غور ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې هم څو ځلي په غور کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري د طالب ځواکونو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.