close
انځور: د نورستان برېښنا امریت

د امکاناتو نشتوالی؛ نورستان کې د برېښنا کوټ سلګونه کېلو واټه برېښنا ضاېع کېږي

نورستان کې ځايي خلک شکایت کوي، چې په دغه ولایت کې د شته برېښنا کوټ شاوخوا ۵۰۰ کلېو واټه برېښنا پرته له دې چې ګټه ترې واخېستل شي د امکاناتو د نشتوالي له امله ضاېع کېږي.

د پارون ښار اوسېدونکي نیوکه کوي، چې د دوی له پرله پسې غوښتنو سره سره بیا هم د طالبانو ځايي مسوولینو په دې برخه کې اسانتیاوې نه دي برابرې کړي.

په همدې حال کې د نورستان برېښنا امریت لپاره د طالبانو مسوولین هم مني، چې د امکاناتو د نشتوالي له امله د برېښنا کوټ ډېره برخه برېښنا ضاېع کېږي.

د نورستان د پارون ښار اوسېدونکي وايي، له اوږدو کلونو راهیسې په دې ولایت کې د شته برېښنا کوټ سره سره له برېښنا بې برخې دي، چې دوی یې له جدي ستونزو سره مخ کړي.

دوی وايي، نه د جمهوري نظام پرمهال دوی ته د برېښنا په برخه کې لازمې آسانتیاوې برابرې شوي او نه هم د طالبانو د رژیم پرمهال چې له تېرو څه باندې درېیو کلونو راهیسې ورسره مکررې ژمنې کېږي؛ خو دې ډلې د تل په څېر خپلې ژمنې ماتې کړي دي.

د نورستان د پارون ښار اوسېدونکی عبدالحلیم له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ ته نه د جمهوریت پرمهال منظم برق راکړل شوی و او نه په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو برابر کړی، طالبان راسره هر وخت وعدې کوي، چې برق به خلکو ته رسېږي او مشکل به حلېږي؛ خو د دوی تر اوسه یوه ژمنه هم پوره نه شوه، مونږ یې په تمه تمه ستړي کړو.»

د نورستان خلک دغه راز د برېښنا په برخه کې د واکمنې ډلې ولایتي مسوولین پر بې غورۍ تورنوي، چې په خبره یې په دغه ولایت کې د طالبانو د سیمه ییزو مسوولینو د منظمې تګلارې د نشتوالي له امله شته برېښنا ضاېع کېږي.

دوی وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نورستان کې د دغې ډلې مسوولینو په ځلونو ژمنې کړي، چې په وینا یې له پرله پسې ژمنو سره سره بیا هم په دې ولایت کې شته برېښنا ونه وېشل شوه او د خلکو ستونزې لا پسې په زیاتېدو دي.

د نورستان د مرکز پارون ښار د پشکي سيمې اوسېدونکی سید کریم له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «درېیو کالو نه زیاته موده وشوه، چې مونږ د برق د وېش په تمه یو، چې برق توزېع شي او مونږ ته برق ورسېږي؛ خو یوازې وعدې راکول کېږي او هېڅ پرمختګ نشته، هر کور بې برقه دی، ژمی را روان دی، مونږ ته باید ژر برق توزېع شي، وسایل یې برابر شي، ځکه مونږ د اطاقونو د تودولو وس نه لرو، ماشومان مو ټول مریضان وي، برق شته دی او باید لاینونه ورته وغځول شي؛ ترڅو هر کور ته برق ورسېږي، نور باید د وعدو پرځای عملي کار وشي.»

د نورستان برېښنا کوټ، چې تازه ترمیم شوی او ګټې اخېستنې ته سپارل شوی. انځور: نورستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس

د نورستان اوسېدونکي دغه راز وايي، د برېښنا د نشتوالي له امله ډېری خلک د ژمي په موسم کې د خپلو خونو د تودولو لپاره د ځنګل له لرګیو استفاده کوي.

دوی وايي، که طالبان د برېښنا په برخه کې شته ستونزې حل نه کړي؛ نو په دغه ولایت کې شته ځنګلونه به د پخوا په پرتله ډېر زیانمن شي.

د پارون ښار اوسېدونکی صدیق الله له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « زمونږ برق نشته، دلته د اطاقونو ګرمولو لپاره ژمي کې بغیر له لرګیو سوځولو ګوزاره نه کېږي، ځکه برق هم نشته، دلته باید ۲۴ ساعته اور بل وي؛ ځکه ژمی ډېر سخت دی، چې د دې لپاره د ځنګل لرګي استفاده کېږي، که برق جوړ نه شي د ځنګل ونې به ډېرې وهل کېږي او ځنګل چې ووهل شي ملي شتمنۍ ته به دروند زیان ورسېږي.»

په ورته مهال د نورستان د برېښنا امریت لپاره د طالبانو امر مولوي فضل الحق حقاني هم مني، چې د امکاناتو د نشتوالي له امله په دې ولایت کې د برېښنا کوټ شته شاوخوا ۵۰۰ واټه برېښنا پرته له لګښته ضاېع کېږي.

مولوي فضل الحق حقاني وايي، په دغه ولایت کې د برېښنا کوټ د پارون پر سیند جوړ شوی، چې دوه توربینونه لري او شاوخوا ۷۵۰ کېلو واټه برېښنا تولیدوي.

نوموړی زیاتوي: « د نورستان د برېښنا کوټ ۲۵۰ کېلو واټه برېښنا مصرفېږي، چې د پارون ښار ښاریانو، دولتي ادارو، هټیو او رسټورانټونو ته ورکړل شوې؛ خو پاتې ۵۰۰ کېلو واټه برېښنا د امکاناتو د نشتون له امله ضاېع کېږي، له شته برېښنا ۱۵ مېلیونه افغانۍ عواید په لاس راځي.»

د نورستان د برېښنا امریت طالب مسوولین دغه راز زیاتوي، چې په دغه ولایت کې شته برېښنا کوټ یې د نهه مېلیونه افغانیو په لګښت د بیا ځل لپاره ترمیم او ګټې اخېستنې ته سپارلی، چې د څلورو میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې شوي دي.