close

پوتین: هیله لرو چې له طالبانو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړو

اطلاعات روز: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې هیله لري د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د مسکو اړیکې پراخې شي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین نن (پنجشنبه، د قوس ۸مه) خبریالانو ته ویلي: «نن ورځ په افغانستان کې پېچلي بدلونونه روان دي. موږ هیله لرو چې له افغانستان سره خپلې اړیکې پیاوړې کړو.»

د روسیې ولسمشر زیاته کړې: «موږ نشو کولای دا حقیقت له پامه وغورځوو چې د دې هېواد وضعیت د ثبات په حالت کې دی. موږ له اوسنیو افغان چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو بوخت یو او دغه اړیکې به لا نورې پراخې شي.»

په دې وروستیو کې د روسیې د ملي امنیت شورا د منشي سرګی شویګو په مشري یوه لوړپوړي روسي پلاوي کابل ته سفر وکړ.

طالبان وايي، روسي پلاوي د دې ډلې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو په وینا، روسي پلاوي ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د طالبانو نوم د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه ليرې شي.