اطلاعات روز: له هلمند څخه ځايي سرچینې وايي چې د دې ولایت د ناوې ولسوالۍ په «ګوهرګین» سیمه کې د دوو ځوانانو جسدونه موندل شوي.
د ځایي سرچینو په وینا، دا جسدونه نن (پنجشنبه، ۸ د لیندۍ) موندل شوي او د وژل شویو کسانو نومونه عبدالله نورزی او تواب ښوول شوي دي.
د سرچینو په وینا، دا دوه کسان یوه اوونۍ وړاندې دې کور ته راغلي وو او تر هغې وروسته بې درکه شوي وو.
ویل کېږي چې دا دواړه کسان د خپلو دوستانو له لوري وژل شوي دي، خو د وژنې اصلي لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی.
سرچینو زیاته کړې چې د پېښې په تړاو دوه کسان د ځایي طالبانو له لوري نیول شوي دي خو طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې پېښې په اړه هیڅ نه دي ويلي.
په وروستیو کې په هلمند او نورو ولایتونو کې د نامعلومو وژنو پېښې زیاتې شوي چې خلکو ته يې وېره پیدا کړې.