د پښتنو د قبیلوي او سیمهییز وېش پر اساس د یوې مسلې په تړاو د پرېکړي لپاره د مشرانو او د خلګو د استازو جرګه رابلل د پښتنو تر منځ اوږده مخینه لري. په ځانګړې توګه کله چې د بانديني قوت په وړاندې د درېدو او یا هم د واکمن د ټاکلو موضوع رامنځ ته کېږي؛ د پښتنو تر منځ په دې تړاو د پرېکړي کولو ښه حل لاره جرګه رابلل او هغې ته د مسلې اختیار سپارل دي. په تاريخي توګه د ۱۷۰۹ میلادي کال پر مهال میرویس نیکه د فارس د صفوي واکمنۍ په وړاندې هغه وخت پاڅون وکړ چې په یوه جرګه کې یې د کندهار د سیمهییزو قبیلوي مشرانو هوکړه او ملاتړ تر لاسه کړ. همدا راز، د پښتنو د یوازینۍ سترې امپراتورۍ بنسټګر احمد شاه درانی هم د ۱۷۴۷م پر مهال د یوې جرګې له لارې انتخاب شو. د تاریخ په دغسې حساسو پړاوونو کې د جرګو رول او پرېکړو د پښتنو تر منځ د جرګې د دود درناوی نور هم زیات کړی دی او همدې تاريخي شالید ته په پام سره په خیبرپښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د پښتنو د وضعیت په تړاو د پرېکړي کولو لپاره د پښتنو د تاریخ تر ټولو ستره جرګه رابللې او ښايي نن به یو لړ مهمې پرېکړي اعلان کړي.
څه باندې څلور لسیزې کېږي چې په پاکستان او افغانستان کې له ترهګرو اسلامپالو ډلو سره د ترهګرۍ تر نوم لاندې د بېلابېلو قوتونو له لوري جګړې روانې دي او په دې لړ کې پاکستان تر ۲۰۲۱ کال پورې د لوېدیځ د یوه متحد په توګه ډېر مهم رول درلود. په دې لړ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا داده چې په پاکستان کې پښتني سیمې په قصدي توګه د پاکستان له لوري ترهګرو ته سپارل شوې دي، تر څو دا جګړه روانه وساتي او پر همدې اساس امریکا متحده ایالاتو او د هغه متحدینو ته ځان نژدې کړي او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په نوم ترې ډالر تر لاسه کړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۴ کال پر مهال د وژنې د یوې پېښې په وړاندې د یوه غبرګون په توګه را منځ ته شو، خو وروسته یې اهداف پراخ شول او د پښتنو تر منځ یې د خپلې متفاوتې مبارزې له کبله پراخ محبوبیت وموند. دې غورځنګ د پاکستان پر پوځ دعوه وکړه چې خپل روزلي ترهګر لري او پښتني سیمې یې ورته قصدي سپارلې دي.
دې غورځنګ اوس همدا قضیه له یو لړ اسنادو او شواهدو سره د پښتنو د ملي جرګې/محکمې په وړاندې ايښې او اختیار یې ورته ورکړی دی چې په پاکستان کې د پښتنو د وضعیت په اړه پرېکړه وکړي. تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نوموتي مبارز ګیله من وزیر په جنازه کې د دې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ويلي و چې پښتانه نور په دې شرایطو له پاکستان سره نشي اوسېدلای. له دې سره-سره، د خیبرپښتونخوا په قبايلي سیمه کې د پاکستاني پوځ د شکمن رول له کبله عام وګړي د پاکستان له حکومتي ادارو لیرې شوي او په ځانګړې توګه په دې هیواد کې پښتانه داسې انګېري چې د پاکستان ټولې حساسې ادارې د یوه قوم پنجاب په لاس کې دي او نور قومونه یې محروم ساتلي دي. د محرومیت همدې احساس او د ترهګرۍ په وړاندې د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال د قربانيتوب درد د خلګو تر منځ له پاکستانه د بېلېدو احساس تر بل هر وخت پیاوړی کړی دی او نن د خیبر پر تاريخي ډګر په لکونو پښتانه ځوانان د ازادۍ – ازادۍ چیغې وهي.
ښايي دا تاريخي جرګه ونشي کولای د خلګو د ازادۍ دا ارمان همدا نن ورته پوره کړي، مګر د جرګې د مشرانو په وینا چې دوی نور د پاکستان له حکومت سره توافق کولو ته چمتو نه دي او اړ دي چې په خپله سختې او لويي پرېکړي وکړي او وروسته به یې عملي کوي هم په خپله. د شنونکو په وینا، له پاکستاني پوځ څخه د خلګو د زیات نفرت له وجې ښايي د جرګې یوه غوښتنه دا وي چې له خیبرپښتونخوا څخه د پاکستاني پوځ انخلا وغواړي ځکه د مسیدو او وزیرو ځینو قومي مشرانو په ډاګه ويلي چې د دوی په سیمه کې ناامني د پاکستاني پوځ تر راتلو وروسته زیاته شوې او تر پاکستاني پوځ وړاندې دوی د خپلو سیمو امنیت ساتلی و مګر د دوی له راتګ سره امنیتي وضعیت خراب شوی او ترهګرې ډلې پیاوړې شوې دي.
د هر ډول پرېکړو تر کېدلو وړاندې د دې جرګې له لارې یوه خبره جوته شوې چې د سیمې خلګو د پاکستاني دولت صلاحیت ننګولی دی ځکه پښتون ژغورنې غورځنګ دا جرګه نه بلکې محکمه بللې او په دې محکمه کې د پاکستان د حکومت پر خلاف عریضه شوې او عریضه خلګو ته او د ترهګرۍ قرباني شویو وګړو ته وړاندې شوې ده. که څه هم د پاکستان حکومت تر جرګې وړاندې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز ولګاوه او فعالیت یې ممنوع کړ او همدا راز یې د جرګې د مخنيوی امر هم وکړ خو له دې سره-سره جرګه جوړه شوه او ګډونوال یې پاکستانی دولت ګواښي چې پر خلاف به یې سختې پرېکړي وکړي. ښايي پاکستاني دولت به له وړاندې لا د پرېکړو همدا سختي او توندي احساسوله.
د پاکستان کورني وضعیت ته په پام د دې جرګې ډېري کمې توندې پرېکړي هم د دې هیواد پر وضعیت اغېز لرلای شي. پاکستان اوس مهال د پخوا په څېر د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په نوم له لوېدیځو هیوادونو د پخوا په کچه پراخې پیسې نه تر لاسه کوي او له همدې امله په اقتصادي توګه له سخت کړکېچن وضعیت سره مخ دی او ولس ترې د لویو مالیو د لګولو له امله ډېر ناراضه دی. بل اړخ ته بلوڅ بېلتون غوښتونکي د بل هر وخت په پرتله تقویه شوي او هغوی نه یوازې له پوځي لارې د پاکستان د حکومت پر خلاف په جګړه بوخت دي بلکې د پراخو مدني حرکتونو له لارې یې هم د پاکستاني دولت صلاحیتونه، پالیسۍ او د هغوی په سیمه کې ارادې ننګولې دي. له دې سره-سره، تحریک طالبان پاکستان هم د بل هر وخت په پرتله د پاکستان د پوځ په وړاندې تر ټولو لوی سرخوږی دی او داسې ښکاري چې پاکستانی پوځ له دې ډلې سره په جګړه کې پراخ تلفات ورکوي. په عین مهال کې که پښتانه د بېلتون غوښتنې په روحیې سره مدني اعتراضونه او سرغړونې پیلوي، دا به له نظامي ډګر سره یو ځای په سیاسي ډګر کې هم له دوو یو ډول ماهیت لرونکو ځواکونو سره د یوه داسې دولت ټکر وي چې اقتصادي بنسټونه یې له وړاندې لړزېدلي وي او په نظامي ډګر کې هم په یوه داسې جګړه کې ښکېل وي چې د ګټلو چانس یې ورته ډېر کم دی.
ښايي د همدې وضعیت درک پښتنو ځوانانو او په ځانګړې توګه پښتون ژغورنې غورځنګ ته دا احساس ورکړی وي چې له پاکستانه د خپلواکۍ اخیستلو خبره په ډاګه وکړي ځکه منظور احمد پښتین په خپلو ویناوو کې په ځلونو ویلي چې «دښمن» ګیر دی او یوازې په مناسب فرصت کې قوي ګوزار ته اړتیا ده. دا چې ګوزار به له همدې جرګې څخه کېږي او که به لا هم مناسب فرصت ته انتظار کېږي، معلومه نه ده خو دومره څرګنده ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ له پاکستان سره اوسېدل نه غواړي او په خپلو لاریونونو او غونډو کې د افغانستان د بیرغ په لېږدولو او د «لر او بر یو افغان» د شعار په ورکولو سره همدا په ډاګه کوي او خپلې ارادې ښيي.
طبیعي خبره ده چې د کرښې برې غاړې ته پښتانه به له لرې خوا سره خواخوږي لري او د هغوی بریالیتوب به غواړي، خو په دې لړ کې د انګیرنې ځای دادی چې د دې او یا نورو راتلونکو جرګو پرېکړي په اوسني وضعیت کې د افغانستان پر حالت څه اغېز لرلای شي؟ په دې اړه څلور سناریوګانې ممکنې دي.
یو دا چې که وضعیت په اوسني حالت کې دوام کوي او جرګه یوازې د ځینو اقداماتو له وجې پر پاکستاني دولت فشار راولي، نو پر افغانستان به د داسې جرګو او غورځنګونو اغېز ډېر پراخ نه وي البته داسې ویل کېږي چې ښايي د جرګې په نننۍ پرېکړه کې پر طالبانو غږ وشي چې د نجونو او ښځو په وړاندې له تبعیض څخه لاس واخلي او د زده کړو اجازه ورکړي. په دومره لویه کچه د پښتنو دا غږ به طبعا په اخلاقي توګه د طالبانو حیثیت نور هم کمزوری کړي.
دویم دا چې که دا جرګه او یا راتلونکې جرګې له افغانستان سره د یو ځای کېدو پرېکړه کوي، نو دا ښايي د دواړو خواوو د پښتنو لپاره تر ټولو اسانه انتخاب وي خو په دې لړ کې تر ټولو لویه اندېښنه په افغانستان کې مېشت غیر پښتانه قومونه دي او هغوی به د خپلو حقونو په تړاو جدي انديښنې ولري. له دې سره-سره پر افغانستان له واکمنې ديني-افراطي ډلې سره تعامل او پر حکومتي سیسټم جوړجاړی او مذاکرات یو بل داسې خنډ دی چې ښايي د دې پرېکړي عملي کېدل وننګوي.
درېیم دا چې که پښتانه د پښتونستان د جوړولو پرېکړه کوي، نو دا به په لومړي سر کې د افغانستان د پښتنو او ممکن دلته د واکمنې ډلې لپاره د منلو وړ نه وي ځکه دا به د افغانستان له تاریخي ادعا چې د پښتونخوا وصلېدل دي، تېرېدل وي او په عین مهال کې په پښتونخوا کې هم ښايي په زیات شمېر پښتانه په داسې پرېکړه راضي نشي. له دې سره-سره، ښايي په اقتصادي توګه هم د پښتونستان په څېر د یوه هیواد بقا سخته وي ځکه سمندر ته به یې لار تړلې وي او خپلو دوو خواوو ته به له ګاونډیو هیوادونو سره په جنجال کې وي. څلورمه او مهمه خبره داده چې ایا په رښتيا هم وخت را رسېدلی چې په پاکستان کې مېشتو پښتنو دومره قوت موندلی چې له پاکستانه بېل شي او ایا په رښتيا هم پاکستان دومره کمزوری شوی چې د داسې څه مخه ونشي نیولای؟ یوه خبره روښانه ده چې پښتانه لا هم په داسې دریځ کې نه دي چې له پاکستانه د بېلتون اعلان وکړي او تر دې اعلان وروسته د پاکستان له دولت سره مخامخ وجنګېدلای شي. همدا راز، په اوسني وخت کې پاکستان لا هم په قوي دریځ کې دی، که څه هم ستونزې یې زیاتې دي خو لا هم کولای شي په هیواد کې دننه هر ډول بغاوت په پوځي زور سره وځپي البته د زور استعمال ښايي دا بغاوتونه غلي نه کړي، بلکې لا یې خونړي کړي او ښايي همدا وېره وه چې د پاکستان دولت د همدې جرګې له مخنيوي هم پر شا شو او اړ شو یوې داسې جرګې ته اجازه ورکړي چې هلته یې عملا دولتي صلاحیت ننګول شوی او د تن د برخلیک په تړاو یې بحثونه روان دي. دا وضعیت که له یوې خوا پښتنو ته امید ورکوي، بل اړخ ته دا هم په ډاګه کوي چې د پاکستان دولت نه له پښتنو او نه هم له بلوڅو سره د مواجه کېدو په وضعیت کې دی او هڅه به کوي چې دا پروسې له ګړندیتوبه را وګرزي او اوږدې یې کړي.