close

په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفیر افغان اتباعو ته د دغه هیواد د ویزو په ورکړه کې د اسانتیا غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: په ابوظبۍ کې د طالبانو سفیر بدرالدین حقاني د متحده عربي اماراتو د حکومت له مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره په کتنه کې افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیا غوښتنه کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (شنبه، ۱۰ د لیندۍ) د متحده عربي اماراتو د دولت له رییس سره د بدرالدین حقاني د کتنې خبر ورکړی دی.

نوموړي ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر عمومي وضعیت، وروستیو پرمختګونو او فرصتونو خبرې کړې دي.

د ضيا احمد تکل په وينا، د طالبانو سفير د متحده عربي اماراتو له حکومته غوښتي چې افغانستان ته د افغان بنديانو د لېږد او د دغه هېواد اتباعو ته د ويزو په ورکولو کې اسانتياوې رامنځته کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وایي، د متحده عربی اماراتو مشر د همکارۍ ژمنه کړې او افغانستان یې خپل ورور هېواد بللی دی.

متحده عربي اماراتو په دې وروستیو کې په ابوظبۍ کې د طالبانو له خوا د نومول شوي بدرالدین حقاني باورلیک منلی دی.

دغه هېواد له طالبانو سره نږدې اړيکې ټينګې کړې دي.  د طالبانو د رییس الوزرا په ګډون د دغې ډلې لوړ پوړو چارواکو متحده عربي اماراتو ته سفر کړی دی.