close
Photo: IRNA

کابل کې د ایران نوی سفیر: له افغانستان سره د اړیکو پراخول په لومړیتوب کې دي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ایران نوی سفیر علی رضا بیګدلي د خپل ماموریت د پیل په موخه کابل ته راغلی دی.

هغه نن (شنبه، ۱۰ قوس) د کابل په هوایي ډګر کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د ایران د ماموریتونو تر ټولو مهم لومړیتوب، هغه چې په افغانستان کې د دغه هېواد په سفارت کې تعریف شوی د افغانستان سره د ګاونډيتوب اړیکو پراختیا ده، چې د دواړو هېوادونو د ګډو مشترکاتو پراساس ولاړه ده.

هغه زیاته کړې چې د «رسمي چارواکو» او خلکو په همکارۍ به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو هڅه وکړي.

د ایران نوي سفیر په ایران کې د افغان کډوالو په اړه ویلي، چې هغه کسان چې په دغه هیواد کې په توګه ژوند تیروي، د درناوی وړ دي، خو هغه کډوال چې په غیر قانوني توګه ایران ته تللي باید بیرته خپل هیواد ته ستانه شي او له قانوني لارو سفر وکړي.

د بیګدلي په وینا: موږ به هڅه وکړو چې په خپل هیواد کې د افغانانو د شتون مسله او همدارنګه د خلکو حرکت تنظیم کړو او ان شاالله موږ به له دې موضوع څخه د اړیکو د ټینګولو لپاره د یو فرصت په توګه کار واخلو.»

هغه د حسن کاظمي قومي ځای ناستی ټاکل شوی، چې پخوا یې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد د سفیر په توګه دنده پرمخ وړه.  بیګدلي بیا تر دې مخکې په قزاقستان، اذربایجان، قبرس او ترکیه کې د ایران د سفیر په توګه کار کړی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ولسمشر د ځانګړي استازي بست به هم لېرې شي.