اطلاعات روز: له کندهار ولایت څخه سرچیینې وايي چې د دې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې یوه تنکي ځوان ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې ختم کړی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېښه پرون (شنبه، ۱۰ د لېندۍ) د ارغستان ولسوالۍ اړوند د «احمدزو» کلي کې رامنځته شوې.
سرچینو ویلي، یاد تازه ځوان شوی هلک «اختر محمد» نومېده او شاوخوا شپاړس کاله عمر یې درلود.
سرچینو د اختر محمد د ځان وژنې علت نه دی په ډاګه کړی.
کندهار کې د طالبانو ځایي پولیسو هم دا پېښه تایید کړې او زیاتوي چې د اختر محمد له کورنۍ او ملګرو څخه یې تحقیقات کړي.
د یادونې وړ ده چې پر هیواد د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هیواد په کچه د ځوانانو او ښځو تر منځ د ځان وژنې کچه لوړه شوې چې لاملونه یې کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې او فقر ګڼل کېږي.