اطلاعات روز: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې د دې هیواد د خیبرپښتونخوا ایالت په کرم ولسوالۍ کې د شیعه ګانو او سنیانو تر منځ په جګړه کې د وژل شویو شمېر ۱۲۴ ته رسېدلی دی.
د جیونیوز له راپور سره سم، د پاکستان پولیسو نن (شنبه، ۱۰ د لیندۍ) تایید کړې ده چې د دې نښتو د ژوبلو کساو شمېر ۱۷۸ دی.
د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان په کرم ولسوالۍ کې د شیعه ګانو او سنیانو تر منځ د نښتو نن لسمه ورځ ده.
دا نښتې د پاړه چنار-پېښور پر لار د شیعه مسافرو پر ګاډو د وسلوالو کسانو تر برید وروسته پیل شوې.
په دې برید کې لږ تر لږه ۴۳ تنه شیعه ګان وژل شوي وو.
د دې نښتو تر پیلېدو وروسته په کرم کې مخابراتي خدمات قطع شوي او مواصلاتي لارې یې هم تړل شوې دي.
ځايي مسوولینو ويلي چې د پاړه چنار-پېښور د لارې تړل کېدو په دې ولسوالۍ کې ورځنی ژوند مختل کړی او له کبله یې خواړه او درمل کم شوي دي.
په عین مهال کې د کرم کمیسار جاوید الله مسید ويلي چې د دواړو اړخونو تر منځ د سولې په موخه هڅې روانې دي.
تر دې وړاندې د خیبرپښتونخوا ایالت یوه دولتي پلاوي اعلان کړی و چې دواړو اړخونو پر اونیز اوربند هوکړه کړې، خو دا اوربند تر دې اعلان څو ساعته وروسته دشپې مهال مات شو.