اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې ناپېژانده وسلوالو د دې ولایت په شلتن ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د قوماندان «ملنګ باچا» پر کور برید کړی.
یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې دا برید دوې ورځې وړاندې (جمعه، ۱۰ د لیندۍ) د شلتن ولسوالۍ په چوګام سیمه کې ترسره شوی.
د سرچینې په وینا، دې برید کې د ټي ټي پي دې قومندان ته زیان نه دی رسېدلی البته د هغه دوه ساتوونکي په کې ټپیان شوي.
یوې بلې سرچینې ویلي چې دا راکیټ برید و او د برید پرمهال قومندان ملنګ باچا په خپل کور کې نه و.
تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځايي مسوولینو په دې اړه څه نه دي ويلي.
کونړ کې د پاکستاني طالبانو د قوماندان پر کور داسې مهال دا برید ترسره کېږي چې تر دې وړاندې هم کونړ کې د دې ډلې ګڼ غړي مړه او ټپیان شوي دي.