اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وایي چې د دې ولایت د مارجې ولسوالۍ په «تریخ ناور» سیمه کې د مځکې پر سر د شخړې له امله یو دیني عالم وژل شوی دی.
سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې دا پېښه پرون (یکشنبه، ۱۱ د لیندۍ) مازدیګر مهال رامنځته شوې ده.
د وژل شوي دیني عالم هویت نه دی روښانه شوی، خو سرچینې وایي چې نوموړی په چاړه وژل شوی او جسد یې د بست ولایتي روغتون ته وړل شوی دی.
بل لور ته په هلمند کې د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دې ويلي.
د یادونې وړ ده چې وخت ناوخته په هیواد کې د مځکې پر سر شخړه پېښېږي چې مرګ ژوبله هم لري.