close
انځور: اطلاعات روز

ننګرهار کې د ګاز ډبې چاودنې یوې ښځې او یو ماشوم ته مرګ ژوبله اړولې

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ګاز ډبې په چاودنه کې یوه ښځه مړه او یو ماشوم ټپي شوی دی.

د سیمې یو اوسیدونکی محمد انور وایي، چې دغه پېښه تېره شپه (دوشنبه، ۱۲ د لېندۍ) د کامې ولسوالۍ په «ګج» قریه کې رامنځته شوې چې پرمهال یې یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کوچنی زوی یې ژوبل شوی دی.

د نوموړي په خبره د ګاز ډبې چاودنه د پخلنځي په داخل کې رامنځته شوې چې له کبله یې د کور نور برخې هم تخریب شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې لاملونه یې تر ډیره بې‌وزلي، د بې کیفیته سون توکو کارول او ګازو سره بې احتیاطي بلل شوي وو.

له دې سربېره په هیواد کې د هوا په سړېدو هر کال د ګاز نیولو له امله د مرګ ‌ژوبلې زیات راپورونه هم خپرېږي.

ډېری افغانی کورنۍ د ژمي په موسم کې د خپلو کورونو د تودولو لپاره له ګاز او د ډبرو سکرو له سوځولو کار اخلي چې وخت ناوخت د خلکو د مرګ‌ ژوبلې، ګاز او سکرو نیولو لامل ګرځي.