اطلاعات روز: د کندهار – هرات پر لويه لار په فراه ولايت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.
فراه کې ځایي سرچینې وايي، چې دا پېښه تېره شپه (دوشنبه، ۱۲ د لیندۍ) شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د دې ولایت فراه رود ولسوالۍ کې رامنځته شوې.
سرچینه زیاتوي، چې پیښه د مازدا او سراچه ډوله موټرونو ترمنځ رامنځته شوې چې په سراچه موټر کې ناست څلور تنه ټپیان او یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هیواد کې د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتياطي او د ترافيکي قوانينو نه مراعات هغه څه دي چې ډیری وخت د داسې پیښو د رامنځته کیدو لامل ګرځي.