اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې یو کس خپل د اکا زوی د ځمکې پر سر شخړه کې وژلی دی.
په دې ولايت کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند بلال ارزګانی وايي، چې دغه کس تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۴ د لیندۍ) ناوخته د ترینکوټ ښار اړوند «سرمرغاب» سیمه کې وژل شوی.
نوموړی زیاتوي، یاده سیمه کې د اکا زامنو د ځمکې پر سر شخړه کړې، چې ترمنځ یوکس وژل شوی دی. طالب پولیسو د یاد کس هویت نه دی په ډاګه کړی.
ارزګانی وایي، د یاد کس د وژنې په تور یې دوه شکمن کسان نيولي او يو بل کس تښتیدلی چې دوی یې د نيول کيدو هڅې روانې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې ورستيو کې د ارزګان په یو شمیر سیمو کې د ځمکو پر سر شخړې زياتې شوي او وخت ناوخته پکې ملکي وګړي یو د بل په وژلو لاس پورې کوي.