close

نورستان کې ولسي وګړو د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو لپاره پنځه جریبه ځمکه ځانګړې کړې

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په کانتیوا ولسوالۍ کې د ځايي خلکو له لوري د یوه روغتیايي مرکز لپاره ۵ جریبه ځمکه ځانګړې شوې.

د روغتیايي مرکز لپاره د ولسونو له لوري دا ځمکه تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۴ د لیندۍ) د طالبانو د ځايي مسوولینو په شتون کې وقف شوې ده.

د نورستان لپاره د طالبانو والي قاري ذین العابدین عابد وايي، ژر به د روغتون د ودانۍ جوړېدو لپاره عملي چارې پېل شي.

ځايي خلک وايي، په دې ولسوالۍ کې د روغتون د نشتوالي له امله له جدي ننګونو سره مخ وو، چې له همدې امله یې د روغتون د جوړېدو لپاره ځمکه ځانګړې کړه.

د کانتیوا ولسوالۍ ځايي خلکو د طالبانو پر حکومت او نړۍ والو مرستندویه ادارو غږ کړی، چې په دې ولسوالۍ کې د نورو برخو ترڅنګ د روغتیا په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې څو میاشتې وړاندې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې هم ځايي خلکو د روغتون د جوړېدو لپاره څلور جریبه ځمکه په پیسو پېرلې وه او د روغتون د جوړېدو لپاره یې ځانګړې کړې وه.