close

فاریاب کې د «طالبانو او داعش» ترمنځ نښته کې دوه تنه مړه او اته نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: د فاریاب ولایت په خیبر ولسوالۍ کې سیمه ییزې سرچینې د «طالبانو او داعش» ترمنځ د نښتې خبر ورکوي او وايي چې په دې نښته کې د دواړو ډلو ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه نښته تېره شپه (جمعه، ۱۶ د لیندۍ) فاریاب کې د نوې تاسیس شوې خيبر ولسوالۍ په «آق کوتل» سيمه کې رامنځته شوې.

لږ تر لږه درېیو سرچینو اطلاعات روز ته وویل، چې طالب ځواکونو د داعش د یوه غړي د نیولو لپاره د عملیاتو اراده درلوده، خو د داعش دغو غړو له طالبانو سره مقاومت کړی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې د طالبانو د استخباراتو يو غړى وژل شوى او د دې ډلې شپږ نور غړي ټپيان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې نښته کې طالبانو هم د ملاتړو ځواکونو په لېږلو سره د داعش یو غړی وژلی دی.  د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د دغه کس جسد سوځولی دی.

سرچينه وایي، په دې نښته کې د داعش د غړي د کورنۍ دوې مېرمنې هم ټپيانې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه نښته تېره شپه په هغه سیمه کې شوې، چې دوه میاشتې وړاندې داعش وسله والو پر یوه فلانکوچ موټر برید کړی و او دوه طالبان یې وژلي وو.

په فاریاب کې سیمه ییزو طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.