close

«د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع» د مذاکراتو له لارې د افغانستان د کړکېچ پر حل په ټینګار سره خپل موجودیت اعلان کړ

اطلاعات روز: د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع» چې د طالبانو له یو شمېر مخالفو سیاسي ګوندونو او جریانونو څخه جوړه ده د خپل موجودیت له اعلان سره د افغانستان د بحران د حل لپاره یې پر «رغنده مذاکراتو او ملي خبرو اترو» ټینګار کړی.

دې مجمع نن (جمعه، ۱۶ د لیندۍ) په یوه مجازي غونډه کې خپل موجودیت اعلان کړ.

د دې مجمع غړو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی دا مجمع یې د طالبانو د مخالفو ګوندونو او سیاسي جریانونو ترمنځ د «همغږۍ، پیوستون او زیات اتحاد» او د یوه «لوی سیاسي چتر» د جوړولو لپاره رامنځته کړې ده.

د دې مجمع د اعلامیې له مخې، ۳۲ سیاسي ګوندونه، بنسټونه او شوراګانې په دې مجمع کې غړیتوب لري او په دې کې د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند، د محمد کریم خلیلي په مشرۍ د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند، د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند، د سرور دانش په مشرۍ د افغانستان د عدالت او ازادۍ ګوند، د رحمت‌الله نبیل په مشرۍ د افغانستان د ملي ازادۍ ګوند او د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهه هم شامل دي.

د دې مجمع غړو په خپل «میثاق» کې ویلي چې دا مجمع د اوسني بحران د پای ته رسولو، د مطلوبو شرایطو د برابرولو، د تروریزم او سختدریځۍ سره د مبارزې، ولس ته د واک د انتقال، د نوي اساسي قانون د تدوین او تصویب، د راتلونکې سیاسي نظام د جوړښت او ډول معلومولو، د عدالت پر بنسټ د عصري ملي دولت د جوړولو، د سالم سیاسي رقابت د پراختیا، د دوامدار او متوازن پرمختګ د لاسته راوړلو او د افغانستان د سیمه‌ییز او نړیوال مقام د بیرته ترلاسه کولو لپاره جوړه شوې ده.

هغوی ویلي چې دا مجمع د جګړې او د واک د خونړي ویش د زیانونو او پایلو په درک کولو سره غوره ګڼي چې اوسنی بحران د افغانستان د دننه او بهر سیاسي ځواکونو په نوښت د رغنده مذاکراتو او ملي خبرو-اترو له لارې حل شي.

مجمع ویلي که طالبان د افغانستان د خلکو غوښتنې ومني، دوی به د ملګرو ملتونو یا نورو منل شویو میکانیزمونو تر څارنې او منځګړیتوب لاندې له دې ډلې سره د سولې د مذاکراتو هرکلی وکړي.

خو مجمع زیاتوي چې که طالبان د خلکو غوښتنې او د سولې هڅې ونه مني، دوی به د خپل عملي پروګرام دویم پړاو ته داخل شي او ځيني اقدامات به ترسره کړي لکه په تبعید کې د انتقالي حکومت اعلان، په بېلابېلو سیمو کې د سازمان شوې او منظمو مقاومتونو پراختیا، د مدني نافرمانۍ هڅې، طالبان د تروریستي رژیم او د تروریزم د ملاتړ کونکي په توګه په رسمیت پیژندل، د طالبانو پر مشرانو د لا زیاتو بندیزونو لګول او د هغوی د سفر مخنیوی او د طالبانو له داخلي ناخوښه اړخونو سره په همکارۍ د ملي پاڅون د تنظیم او همغږۍ پلان جوړونه.

د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان سیاسي ګوندونو او څېرو په بهر کې ګڼ ایتلافونه او سیاسي جریانونه جوړ کړي او خپل مخالفت یې څرګند کړی دی.

خو د دغو جریانونو پر کړنو انتقادونه هم شوي او ویل شوي چې د هغوی اقدامات د افغانستان د وضعیت په ښه والي کې کوم اغېز نه دی لرلی.