اطلاعات روز: فراه کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې یوې ښځې د «جنسي تیري» څخه د ځان په دفاع کې د خپل لیور تناسلي اله پرې کړې ده.
ځایي سرچینې وایي، پيښه تېره شپه (شنبه، ۱۷ د لیندۍ) د خاک سفید ولسوالۍ اړوند «رنج» کلي کې هغه مهال رامنځته شوې کله چې یاد کس غوښتل په «زوره» پر دغې ښځې جنسي تیری وکړي.
د سرچینو په وینا، یاد کس عبدالله نومیږي او غوښتل یې پر خپلې وریندارې جنسي تیری وکړي، چې ښځی د ځان په دفاع کې د نوموړي تناسلي اله پرې او هغه یې سخت ټپي کړی دی.
فراه کې ځایي طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو سرچینې وایي، چې طالبانو تر پیښې وروسته یاده ښځه نیولی او عبدالله نومی کس د فراه مرکزي روغتون ته لیږدول شوی دی.