اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو پولیس وايي، چې د دې ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پيښې له امله درې کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند بلال ارزګانی وايي، چې دغه پيښه نن (یکشنبه، ۱۸ د لیندۍ) سهار د خاص ارزګان ولسوالۍ اړوند «شينۍ» سيمه کې رامنځته شوې.
نوموړی زیاتوي، چې یاده سیمه کې یو بار وړونکی موټر له خپل مسیر اوښتی او په ترڅ کې یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې.
هغه وایي، چې سيمې ته طالب ځواکونه رسيدلي او د پيښې ټپیان يې روغتيايي مرکز ته انتقال کړي دي.
د لارو خرابوالی، بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعت هغه څه دي، چې له امله وخت ناوخت دغه ډول پیښې رامنځته کېږي.