اطلاعات روز: د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست نورجلال جلالي د روغتیا د نړیوال سازمان په ګډون د نړیوالو بنسټونو له چارواکو سره د افغانستان د روغتیايي سیستم د ستونزو او د نړیوالو مرستو د جلبولو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جلالي په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان له مشرې ایډوین سینیزا سلواډور، د نړیوال بانک له استازې هادیه سماها او د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق له مشرې کوابینا اسانتي سره کتلي دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د روغتیا په برخه کې د ستونزو پر حل، د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا او د نړیوالو مرستو د جلبولو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر ویلي، چې دا وزارت به هڅه وکړي ټولې هغه ستونزې حل کړي چې د روغتیا سیستم د پراختیا او پیاوړتیا لامل کېږي.
د طالبانو بیا ځل حاکمیدو او د بهرنیو مرستو له کمېدو وروسته د افغانستان روغتیايي سیستم له جدي بحران سره مخ شو. اوس مهال روغتونونه او دولتي روغتیايي مرکزونه د بهرنیو بنسټونو پر ملاتړ خدمات وړاندې کوي.
د ښځینه ډاکټرانو په ګډون د روغتیایی پرسونل نشتوالی د افغانستان د روغتیایی سیستم بله ننګونه ده، چې طالبانو د نجونو له زده کړو منع کولو سره لا پسې سخته کړې ده. دغې ډلې په خپله وروستۍ پرېکړه کې د نجونو پرمخ ټول طبي بنسټونه هم تړلي او د دغه بندیز په دوام سره به افغانستان په راتلونکي کې ښځینه ډاکټرانې ونه لري.