اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ وايي، چې د طالبانو «غیراسلامي او غیرانساني» سیاستونه په ځانګړې توګه له زده کړو او کار څخه د ښځو او نجونو محرومیت، نه یوازې د اسلامي او انساني حقونو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د افغانستان له خلکو او د دې هېواد له راتلونکې سره مستقیمه دښمني ګڼل کېږي.
دا استازولۍ چې د پخواني حکومت د ډیپلوماټانو په اختیار کې ده، د بشر د حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت یې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې او نجونې له خپلو لومړنیو حقونو څخه بېبرخې شوې دي.
په دې اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو کړنې هېواد د فقر، دوامدارې اتکا او بدبختۍ پر لور بیايي.
د دې استازولۍ په وینا: «څنګه کېدای شي یوه باثباته او پرمختللې ټولنه جوړه شي کله چې د هغې نیمايي نفوس له فعال ګډون څخه محروم وي؟»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو کړنې په کلکه وغندي او د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ملاتړ ژمنه تازه کړي.
دې استازولۍ ویلي: «ضروري ده چې د یوې منسجمې او متحدې تګلارې له لارې، د ټولو شته وسایلو په کارولو سره د یو ملي مشروع، مسوول او د عدالت او د خلکو د ارادې پر بنسټ جوړ نظام د بیا احیا لپاره ګامونه پورته شي.»
یادې استازولۍ له افغانانو غوښتي چې د یو عادلانه او ازاد راتلونکي لپاره د اتحاد او یووالي په روحیه هڅې وکړي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په اړه جدي اندېښنې شته، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، چې د دې ډلې له نظره «د خلکو حقونه» خوندي دي.
د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ادارې له طالبانو غواړي چې د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان ژمنو ته درناوی وکړي. د بشري حقونو درناوی هغه شرط ګڼل کېږي چې هېوادونه یې له دې ډلې سره د تعامل لپاره وړاندې کوي.
خو د طالبانو چارواکي بشري او د ښځو حقونه «لویدیځ کلتور» بولي.