اطلاعات روز: د طالبانو له منځه سرچینې د دې ډلې د کډوالو او راستنېدونکو د چارو په وزارت کې چاودنه تاییدوي.
یوې سرچینې چې نه غوښتل هویت یې څرګند شي، ويلي چې حقاني په هغه چاودنه کې چې شاوخوا ۲:۰۰ د کډوالو او راستنېدونکو وزارت په مسجد کې وشوه، ووژل شو.
د سرچینې په وینا، دا چاودنه په مسجد کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې.
د طالبانو له منځه هم سرچینې د دې ډلې د کډوالو او راستنېدونکو وزارت کې چاودنه تاییدوي.
یوې سرچینې ويلي چې په دې چاودنه کې خلیل الرحمان حقاني له څلورو نورو کسانو سره یو ځای وژل شوی او څلور نور ژوبل دي.
د طالبانو له منځه ځيني سرچینې دا ځانمرګی برید ګڼي.
طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دې ويلي.
خلیل الرحمان حقاني د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني کاکا او د حقاني شبکې مهم کس و.
د طالبانو د درې کلن حکومت پر مهال دا د طالبانو تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې وژل کېږي.