د طالبانو د استخباراتو مرستیال تاجمیر جواد هغه څوک دی چې په کلونه یې د طالبانو ځانمرګو ځواکونو او سرې قطعې ته روزنه ورکړې ده او اوس د اسلامي دولت خراسان (داعش) ډلې د ځپلو لپاره ګمارل شوی دی. سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته منلې، چې دی او د ده تر لاس لاندې ځانمرګي ځواکونه د طالبانو د مشر او نوموړي ته د نږدې کسانو د امنیت ساتنې چارې هم تر یوه حده مخته وړي. دې سرچینو زیاته کړې چې که څه هم ملا هبت الله اخوندازده ځانګړې امنیتي قطعه (د ده د باور وړ ځواکونه) لري، خو ملا تاجمیر جواد هم د ده د امنیت د ساتنې په برخه کې محوري رول لري. د طالبانو د مشر د قدرت ساتنې په جوړښت کې د تاجمیر جواد محوري رول دا په ډاګه کوي چې د طالبانو مشر د دې پر ځای چې پر خپلې سیاسي پانګونې او معنوي مقام تکیه وکړي، د تاجمیر فدایي ځواکونه د خپل ځواک د ساتنې لومړۍ کرښه بولي.
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر حلیل الرحمن حقاني چې د حقاني شبکې لوړپوړی غړی او د سراج الدین حقاني کاکا و، تر وژل کېدو وروسته تاجمیر د طالبانو مشر ته د نږدې افرادو امنیتي تدابیر سخت کړي دي. خلیل حقاني د چهارشنبې په ورځ (۲۱ د لیندۍ) د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزارت په ودانۍ کې دننه د داعشي ځانمرګي له لوري ووژل شو. دا پېښه د خطر یو زنګ و او د طالبانو د قدرت مهمې ستنې یې ولړزولې. ډېری شنونکي دا نظر هم ورکوي چې ښایي خلیل حقاني د یوې داخلي دسیسې له مخې د داعش په واسطه وژل شوی وي. داعش د ۱۴۰۱ کال د کب میاشتې پرمهال په بلخ کې د طالبانو والي داود مزمل په خپل کاري دفتر کې وواژه. داوود مزمل هم ملا هبت الله ته نږدې کس و او د جمهوریت پرمهال یې په ختیځه حوزه په ځانګړې توګه ننګرهار کې د داعش پر خلاف د طالبانو جنګ رهبري کاوه او ویل کېږي چې د داعش جنګیالیو په پراخې وژنې کې یې لاس درلود.
د خلیل الرحمان حقاني تر وژل کېدو وروسته په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین اخوند، په بلخ کې د دې ډلې والي یوسف وفا، د دې ډلې د امربالمعروف وزیر خالد حنفي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم او د طالبانو مشر ته نږدې په لسګونو نورو افرادو خپل امنیتي تدابیر زیات کړي دي. سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تاجمیر جواد د دې چارواکو د امنیت په ساتنه کې هم همکاري کوي.
ځانمرګي ځواکونه چې کله د تاجمیر جواد تر امر لاندې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د ساتنې مسوولیت اخلي، د «فدایي» په نوم یادېږي او دا لقب دا معنا ورکوي چې دا ځانمرګي ځواکونه د خوندیتوب په موخه خپله وروستۍ هڅه کوي او حتا حاضر دي چې خپل ځان هم قربان کړي.
تاجمیر جواد څوک دی؟
د جمهوریت پرمهال ملا تاجمیر جواد په پکتیا کې د طالبانو تش په نوم والي و او د حقاني شبکې لوړپوړی غړی و. د پخواني حکومت تر پاشل کېدو وروسته تاجمیر جواد د طالبانو له مشر سره اړیکې جوړې کړې او د دې ډلې د استخباراتو په جوړښت کې د هغه د باور وړ کس شو.
تاجمیر جواد د ملا هبت الله اخوندزاده په توګه خپل کوم انځور یا ویډیو نه دي خپاره کړي، که څه هم په امنیتي کړیو کې یې زیات شهرت موندلی دی، خو لاهم له رسنیو پټ ژوند کوي. تاجمیر جواد ډېر کم په عام محضر کې راڅرګندېږي او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ده ته منسوب شاوخوا پنځه غږیز کلیپونه خپاره شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې تاجمیر جواد له افغانستان سره پر پوله د پاکستان په قبایلي سیمو کې ځانمرګو ځواکونو ته سخته نظامي روزنه ورکوله او بیا به یې هغوی په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو په موخه لېږل.
ملا هبت الله اخوندزاده د دې پر ځای چې د دې ډلې د استخباراتو پر رییس عبدالحق وثیق اتکا وکړي، پر تاجمیر جواد اعتماد کوي. تاجمیر تر اوسه له هیڅ لوېدیځ چارواکي سره نه دي کتلي. ځینو طالبانو د فرضي حج د مراسمو پرمهال تاجمیر جواد ته منسوب یو عکس خپور کړ چې د حج د مراسمو ادا کولو پر مهال له شا اخیستل شوی و.
تاجمیر جواد د الحمزه ځانمرګي کنډک او د طالبانو د سرې قطعې بنسټګر دی او د «فاتح ځواک» کنډک هم رهبري کوي. دی د طالبانو د ځانمرګو او ځانګړو ځواکونو په روزنه کې زیاته تجربه لري او اوس د طالبانو مشر هم ورته تمه کړې چې ده او هغه ته نږدې چارواکو ته د داعش د ور پېښ ګواښ مخه ونیسي.
د طالبانو له منځه ځینو سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویلو چې د «فاتح ځواک» قطعه د داعش پر خلاف ډېر عملیات کوي او مخته یې وړي او تاجمیر جواد هم په دې قطعه کې پراخ نفوذ لري.
د طالبانو د فاتح ځواک کنډک چې د دې ډلې له سرې قطعې او ځانمرګو ځواکونو جوړ دی، د افغانستان تر سقوط شاوخوا یو کال وړاندې تاسیس شول او د دې کنډک مشري هم له تاجمیر جواد سره وه. د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تر تېښتي وروسته فاتح ځواک کابل ته ځان ورساوه او د مهمو برخو کنټرول یې په لاس کې واخیست.
هغه ویډیو چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل تر سقوط لس میاشتې وړاندې خپره کړې، پکې لیدل کېږي چې دا ځواکونه د افغانستان د کمانډو ځواکونو د تمریناتو په تقلید په یوه غرنۍ سیمه (په ډېر احتمال د پاکستان قبایلي سیمې) کې نظامي زده کړې کوي. په دې ویډیوګانو کې طالبانو موټر بمونه، د ژیړو بوشکو ماینونه، انتحاري واسکټونه او ځانمرګي ځواکونه ښودلي وو.
تاجمیر جواد په هغه لنډ صوتي کلیپ کې چې زموږ لاس ته راغلی، وایي چې د پخواني حکومت چې امریکا او لویدیځ یې ملاتړ کاوه، استخباراتو ته یې په وسله والو او ځانمرګو بریدونو سره ماتې ورکړې ده. ډېری خونړي او مرګوني بریدونه لکه پر سرینا هوټل او ۴۰۰ بستریز نظامي روغتون برید د تاجمیر جواد په مشرۍ شوي دي.
د افغانستان د پخواني حکومت پرمهال د طالبانو سره قطعه د طالبانو له روزل شویو ځواکونو جوړه وه او دا قطعه به تر ډېره حده مهمو جنګونو ته راتلله او د افرادو شمېر یې هم کم وو. سرې قطعې د نظامي مشورې ورکولو، د جګړې په ډګر کې د ځواکونو د بسیج کولو او د طالب ځواکونو د روحیې د لوړولو مسوولیت درلود. د افغانستان پخوانی حکومت چې به کله وتوانېده چې د سرې قطعې افراد مړه او یا ووژني، نو په خپلو اعلامیو کې به یې د دې قطعې تلفات یادول.
تاجمیر جواد تر خپلې قوماندې لاندې ځانمرګو ځواکونو باندې لوړ باور لري او له همدې کبله له دې ځواکونو د داعش پر وړاندې جګړه او د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو په ساتنه کې استفاده کوي. د دې ډلې ځانمرګو ځواکونو ته پراخ تبلیغات شوي او بې له کوم دلیله اطاعت کوي. دې ځواکونو ته تاجمیر جواد د درناوي وړ کس دی او اوامر یې هم مني.
د طالبانو د درې کلن او څلور میاشتني حکومت پرمهال تاجمیر جواد په پراخو مالي امکاناتو او تجهیزاتو سره د انتحاري ځواکونو د مهارتونو د لوړولو په برخه کې او د دې ډلې د استخباراتي جوړښت په انسجام کې پراخه پانګونه کړې ده. تاجمیر جواد چې نه غواړي خپل کوم انځور او ویډیو خپاره کړي او د ده یوازې څو غږیز کلیپونه ترلاسه کېږي چې په هغو کې یې هم د ځانمرګي ځواک ستاینه کړې او د طالباني امارت پر استحکام یې ټینګار کړی.
د تېرې کب میاشتې پرمهال تاجمیر جواد د دې ډلې یو شمېر ځواکونه د دې ډلې د لومړي مشر او بنسټګر ملا عمر په کور کې راټول کړي وو او هغوی ته یې امر وکړ چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د فرمانونو اطاعت وکړي او په هر وخت او هر ځای کې د ځانمرګو بریدونو کولو ته تیار شي. ده ټینګار کړی چې د «د طالبانو د اسلامي امارت» ساتنه باید وشي. ده ملا هبت الله اخوندزاده په دیني علومو او اسلامي سیاست کې «ځلانده ستوری» وباله او انتحاري ځواکونو ته یې وویل، چې «د طالبانو اسلامي امارت» د ده تر مشرۍ لاندې خپلو اهدافو ته رسېږي. له ملا هبت الله څخه د انتحاري ځواکونو پر بې چون او چرا اطاعت کولو ټینګار د دې لامل شو چې په حقاني شبکه کې د مخینې له لرلو سره-سره یو ګام نور هم د دې ډلې رهبر ته نږدې شي.
واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې دې ډلې په ځلونو د خراسان د اسلامي دولت (داعش) ډلې له لوري ګواښونه جدي نه دي بللي. د خلیل حقاني او داوود مزمل په ګډون د طالبانو مهمو چارواکو ته د داعش د کسانو د رسېدو یو لامل د داعش د ګواښ پر وړاندې بې پروایي هم بلل کېدلای شي مګر اوس طالبانو او د دې ډلې مشر هبت الله د امنيتي تدابیرو په زیاتولو سره څرګنده کړې چې داعش د ځان او «د دې ډلې د امارت» لپاره جدي خطر بولي.