close

طالبانو کونړ کې د یوې جبري نکاح مخنیوی کړی

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې یې د یوې ۱۸ کلنې نجلۍ سره د یو ۷۰ کلن سړي د جبري نکاح مخه نیولې.

دې ریاست نن (یکشنبه، ۹ د مرغومي) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دغه  ۷۰ کلن سړي غوښتل د دوه لکه افغانیو په بدل کې یاده نجلۍ ځانته واده کړي.

اعلامیه کې راغلي، چې د نجلۍ پلار د خپلې لور له خوښې پرته د پیسو په بدل کې د پاخه عمر سړي ته په نکاح کوله، چې د دغه ریاست محتسبین پرې خبر او مخه یې نیولې ده.

کونړ کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د دې نجلۍ او پاخه عمر سړي د ځای او دا چې دغه سپین ږیری سړی او د نجلۍ پلار نیول شوي یا نه په تړاو یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې د پیسو په بدل کې د جبري نکاح ګانو لړۍ چټکه شوې چې لامل یې تر ډېره اقتصادي ستونزې، بېکاري او ناسم دودونه بلل کېږي.