close

لغمان کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې شپږ کسان مړه او ١٧ نور ژوبل شوي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له کبله ٢٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د ترافیکو مدیریت لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول ضیاالرحمن ساحل وایي، چې لومړۍ ترافیکي پېښه نن (یکشنبه، ٩ د مرغومې) د دغه ولایت په «کله کوټ» سیمه کې رامنځته شوې، چې پرمهال یې ۵ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې پیښه کې یو مارسډیز موټر دوه هندۍ ریکشې وهلي چې په ترڅ کې یې یاده مرګ ژوبله اوښتې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په ټپیانو کې شپږ ماشومان او ٧ ښځې هم شاملې دي.

لغمان کې د ترافیکو مدیریت لپاره د طالبانو دغه مسول وایي، چې دویمه پېښه بیا همدې ولایت په «شمرام» سیمه کې رامنځته شوې، چې پرمهال یې د طالبانو رنجر موټر یوه ماشومه وهلې او مړه شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې د پیښې ټپیان یې پر وخت روغتون ته لیږدولي او ډاکټرانو یې وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو دا ډول ترافیکي پېښې زیاتې شوي چې لامل یې تر ډیره د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کېږي.