close

د سلفي مذهب په تور د کونړ پوهنتون د استادانو ګوښه کولو شته استادان خپل برخلیک ته اندیښمن کړي

وروسته له هغه چې د طالبانو لوړو زده کړو وزارت د کونړ د سید جمال الدین افغان پوهنتون دولس استادان د سلفي مذهب په تور له دندو ګوښه کړل، دې پرېکړې د دغه پوهنتون نور استادان له جدي اندېښنو سره مخ کړي دي.

دوی وايي، حاکم رژیم د جمهوري نظام له مهاله د پاتې استادانو او د طالب پلوه استادانو ترمنځ توپیري چلند کوي او په سېسټماټیک ډول د خپل فکر خلاف استادان له دندو ګوښه کوي.

د سید جمال الدین افغان پوهنتون استادان زیاتوي، چې د طالبانو د دغه ګام له امله تر ژور ذهني فشار لاندې دي او په خبره یې که د دې لړۍ مخه ډب نه شي له تحصیلي مرکزونو به مدرسې جوړې شي.

محمد عثمان (مستعار) چې د کونړ سید جمال الدین افغان پوهنتون استاد دی د طالبانو رژیم له لوري په غیر مستقیم ډول خبرداری ورکړل شوی که د دغې ډلې فکر سره ځان چمتو نه کړي او د دوی په ګټه تبلیغات ونه کړي، نو له دندې به ګوښه شي.

نوموړی وايي، طالبانو هڅې پیل کړي ټول هغه استادان چې د جمهوري نظام له مهاله په دغه پوهنتون کې پر دندو دي او د طالبانو رژیم سره فکري اختلاف ولري په کور کېنوي.

دغه استاد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «له کله چې لوړو زده کړو وزارت دولس استادان په کور کېنول، دې وزارت خپلې هڅې زیاتې کړي، هغه استادان چې د پخواني حکومت له وخته کونړ پوهنتون کې پر دندو ګمارل شوي وو او طالبانو سره یې پخوا فکري اختلاف درلود لېرې کړي او ځېنې استادانو ته خو یې په غیر مستقیم ډول خبرداری ورکړی چې که د دوی له غوښتنو او پالېسۍ سره ځان برابر نه کړي او د حاکم رژیم په ګټه تبلیغات ونه کړي، نو له دندو به لېرې شي.»

کونړ کې د سید جمال الدین افغان پوهنتون بېلابېل پوهنځي، چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې ترې ۱۲ استادان د سلفي مذهب په تور له دندو ګوښه کړای شوي/ خواله رسنۍ


د طالبانو له لوري ګوښه شوي استادان وايي، په هېڅ ګوند او تنظیم پورې تړلي نه دي، خو دا چې د جهوري نظام پرمهال یې د طالبانو په ګټه تبلیغات نه دي کړي په یوه او بله پلمه یې ګوښه کړي.

ګوښه شوي استادان وايي، د سید جمال الدین افغان پوهنتون رهبرۍ پرته له دې چې دوی جریان کې کړي له دندو ګوښه کړي او په دې تړاو یې دوی ته هېڅ ډول سپیناوی نه دی ورکړی.

د دې پوهنتون یو بل ګوښه کړل شوی استاد شېرمحمد (مستعار) له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «زمونږ له طالبانو سره هېڅ مخالفت نشته، پرته له کوم دلیل یې له دندې لېرې کړی یم، دوی مونږ له دې امله له وظایفو لېرې کړي یو، چې د تېر نظام او د دوی په څه باندې درې کلنه واکمنۍ کې مو د دوی په ګټه تبلیغات نه دي کړي، مونږ غوښتنه وکړه چې زمونږ ګناه دې معلومه شي او له دندې د لېرې کولو دلیل دې راته ووايي؛ خو د پوهنتون رهبرۍ مونږ ته په دې تړاو هېڅ سپیناوی نه دی راکړی او پرته له کوم دلیل له دندې لېرې شوي یو.»

د سید جمال الدین افغان پوهنتون یو بل ګوښه شوی استاد هم شکایت کوي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري د بې ځایه تورونو له امله له دندو ګوښه شوي.

د دغه پوهنتون یو استاد چې خپل ځان په مستعار نوم نورالله معرفي کوي، وایي طالبانو له دې امله له دندې لېرې کړی، چې ګواکې د حاکم رژیم پر ضد یې په ټولنیزو رسنیو کې منفي تبلیغات کړي؛ خو نوموړی د طالبانو دغه ادعا بې بنسټه بولي.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «طالبانو له دې امله لېرې کړی یم، چې ګوندې د دوی پر ضد مې په فیسبوک کې لیکل کړي، ما هېڅ داسې لیکل نه دي کړي، چې د دوی خلاف وي، که نه ماته دې سپیناوی راکړي یا دې ثبوت را وښايي، چې ما د دوی خلاف داسې څه کړي وي؛ خو دا ټول تهمت دی او درواغ دي، یوازې په یوه او بله پلمه هغه استادان لېرې کوي، چې د جمهوریت له وخته په دندو دي.»

د کونړ د سید جمال الدین افغان پوهنتون د انګلېسي ادبیاتو پوهنځي د فارغ شویو زده کړیالانو د فراغت غونډه، چې اوس مهال د طالبانو له لوري د فراغت پر دا ډول لباس اغوستلو هم بندیز لګېدلی دی/ خواله رسنۍ

په دې پوهنتون کې یو شمېر نور استادان بیا د طالبانو دې پرېکړې اندېښمن کړي او زیاتوي، چې د دې ډلې دا ډول نا عادلانه پرېکړو له ذهني فشار سره مخ کړي.

دوی وايي، د پوهنتون له استادۍ پرته نور کار ـ روزګار او کسب نه لري او غوښتنه کوي، چې حاکم رژیم دې له خپلو معارف ضد پرېکړو لاس واخلي.

د سید جمال الدین افغان پوهنتون استاد نېک محمد (مستعار) له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «زه او زما په شان نور استادان له استادۍ بغیر نور هېڅ کار ـ روزګار نه شي کولی، هره شېبه په دې فکر یو، چې خدای مه کړه مونږ به هم نن او سبا کې له دندې لېرې کوي، نور یې له رواني ناروغۍ سره مخ کړي یو. زما غوښتنه دا ده، چې دا ډول پرېکړې نه د وطن په خیر دي، نه د حاکم نظام، نه د ولس او نه هم زمونږ په ګټه، باید له دغسې کارونو لاس واخلي؛ ځکه په دې سره د محصلینو تعلیمي بهیر هم له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.»

افغان پوهنتون لپاره د طالبانو د مسوولینو نظر هم ولرو؛ خو له پرله پسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو، چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې ډلې د محدودیتونو او په بېلابېلو پلمو پر استادانو د فشارونو له امله د هېواد د ګڼو دولتي پوهنتونونو لسګونه استادانو دندې پرېیښي او له هېواده بهر تللي دي.