close

د کابل-کندهار خونړۍ لار؛ خلک: مسافر وړونکي بسونه خلک د موخې پرځای قبرونو ته رسوي

د کابل–کندهار لویه لار، چې د هېواد له مهمو ترانسپورټي لارو څخه ګڼل کېږي، په دې وروستیو کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي له کبله د مسافرو لپاره په یوې خطرناکې لارې بدله شوې.

خلک ادعا کوی، چې له یوې خوا سړک کنډوکپر دی او له بلې خوا بیا د یو شمېر مسافر وړونکو بسونو چلونکي د نشې په حالت کې په ډیرې بې احتیاطۍ سفر کوي، چې له امله یې وخت ناوخت خونړۍ ترافیکي پیښې رامنځته کېږي.

د زابل د مرکز قلات اوسېدونکی شېر احمد حقپال وایي، چې د کابل–کندهار پر لویه لار مسافر ډیر د خطر احساس کوي ځکه په خبره یې چې تراوسه پر دغې لارې ګڼې ستونزې پر خپل ځای پاتې دي.

د ده په وینا، چې د ترافیکي قوانینو نه تطبیق، د دولت بې غوري، د موټر چلونکو بې احتیاطي او نشې کول د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لوی لاملونه دي چې تراوسه ورته رسېدنه نه ده شوې.

حقپال زیاتوي، چې ځینې ترانسپورټي شرکتونه یوازې خپلې ګټې په پام کې نیسي، او د خپلو مسافرو ژوند ته هېڅ ارزښت نه ورکوي. هغه وايي چې ډیری موټرچلونکي د نشو په حالت کې سفر کوي، چې له امله یې د د مسافرو د مرګ ژوبلې پېښې زیاتې شوي دي.

حقپال وویل: «کابل–کندهار لارې موټر وانان چې له خوبه راویښ شي چرس وڅکوي باره موټر ته کیني د ۶۵ کسانو مرګ او ژوند سره لوبې کوي، چې ټکر وکړي نیم مسافر خواران مړه کړي نیم معیوبه او زخمیان کړي، شرکت والا ته هیڅ څوک غږ نه شي کولای، بیا بیا دغه ټکرونه دي تکرارېږي، تر ننه ما داسې موټروان ونه لیده چې د مسافرو سره ښه برخورد وکړي، موټر په احتیاط وچلوي، د مسافرو عزت وکړي، دا ټول یوه لویه مافیا سره راټول شوي ترانسپورټي شرکتونه یې خلاص کړي، د دې پر ځای چې خپل تر مقصد ولایته دې ورسوي دوی خلک قبرونو ته استوي، خو بیا هم دولت غږ نه ورته کوي.»

نوموړی زیاتوي، چې د کابل–کندهار او هرات–کندهار د لویې لارې ۹۰ سلنه موټر چلونکي پر نشو روږدي دي، چې په وینا یې دولت باید دوی کنټرول کړي او د موټر چلولو اړوند ازموینه هم ترې واخیستل شي.

د کندهار اوسېدونکی محمد نسیم صدیقي بیا وایي، چې د کابل–کندهار لویې لارې نږدې ۷۰ سلنه سړک تخریب او خامه دی او ترڅنګ یې د غټو او وړو موټرو د چلونکو د بې احتیاطۍ له کبله هره ورځ لویو لارو کې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

صدیقي دغه راز زیاتوي، چې د کابل کندهار لویې لارې سړک شاوخوا یو نیم متر د قراردادي شرکت د فساد له کبله کم شوی او په خبره ېې چې دا چاره هم د ټکرونو د ډیرښت سبب شوې.

نوموړي وویل: «چې د افغانستان پر هر سړک سفر کوو داسې وارخطا یو چې اوس به ټکر وشي او اوس به ټکر وشي، موږ چې هر وارې کابل ته ځو موږ خپل مرګ په سترګو وینو، په دومره بې احتیاطۍ موټروان موټر چلوي چې نور حد نه لري، خلک غږ پرې وکړي چې استاده قرار قرار ځه، دی جنګ کوي، موټر تېز ځغلوي اخر هم خپله ځان مړ کړي هم پنځوس کسه بې ګناه خلک د ځان سره مړه کړي، زموږ غوښتنه داده چې دا باید تعقیب شي تر څه وخته به ټکرونه کېږي، ترانسپورټي شرکتونو مافیا جوړه کړې نه د طالبانو وس پرې رسېږي نه د عام خلکو.»

هغه غوښتنه کوي، چې د لویو لارو مسافر وړونکي بسونه باید د جي پي ایس او نورو لارو کنټرول او تر نظر لاندې ونیول شي، څو د دغه ډول پېښو مخنیوی وشي.

د کابل-کندهار لویه لار

دغه راز د کندهار بل اوسېدونکی ګل احمد خاکسار وایي، چې د موټر چلونکو تېز رفتار، بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او په اعتیاد د موټر چلونکو روږدي کېدل د ټکرونو لوی لاملونه دي.

هغه زیاتوي، چې د طالبانو حکومت دې ترانسپورټي شرکتونو ته ځانګړې کړنلاره جوړه کړي او هغو کسانو او ترانسپورټي شرکتونو ته دې جریمه او سزا وټاکل شي چې د بې احتیاطۍ له کبله یې نور وګړي مړه او ژوبل کېږي.

خاکسار په خپلو خبرو کې وویل: «ترانسپورټی نمایندګیو مافیا جوړه کړې هیڅوک غږ نه شي ورته کولای، باید دا شرکتونه هغه خلکو ته غرامت ورکړي چې د کورنۍ غړي یې ورته شهیدان کړي، چې موټروان نشه ونکړي، په احتیاط تګ کوي ولې بیا داسې پېښې رامنځته شي، خو دا خارج کې خلک احتیاط کوي د موټروان او شرکت لپاره قانون شته خلک ټول هغه قانون پر ځان عملي کوي ټکر نه رامنځته کېږي.»

هغه وایي، چې طالبانو حکومت باید د موټرونو د تېز رفتار او بې نظمۍ د کنټرول لپاره جدي او کوټلي ګامونه واخلي، څو مسافر راتلونکي کې د دې ډول پېښو په امن کې پاتې شي.

د کندهار دغه اوسیدونکی زیاتوي، چې ځینې مسافر وړونکي شرکتونه موټر چلونکي ته د ژر رسیدو په بدل کې انعام ورکوي، نو ځکه هر موټر چلوونکی هڅه کوي چې تر ټولو لومړی ورسېږي.

بلخوا هیواد کې د ترانسپورټي شرکتونو مسوولین بیا د ټکرونو پړه پر وړو او غټو بار وړونکو موټرو او د کابل–کندهار لويې لارې سړک د بر پر کموالي اچوي.

د احمد شاه بابا ابدالي خصوصي ترانسپورټي شرکت ادره وایي، د طالبانو لخوا ورته هیڅ ډول اسانتیاوې نه دي رامنځته شوي، خو په مقابل کې ترې ډیر څه غوښتل کېږي.

دغه اداره زیاتوي، چې د خصوصي ترانسپورټ په برخه کې چې تېر کلونه کوم پرمختګونه شوي اوس ډیر پیکه شوي دي.

دغې ادارې وویل: «اوله خبره داده چې د کابل کندهار لارې د سړک بر یونیم متر د پخوا څخه کم شوی، دوهم لامل یې دادی چې ډیر خلک لیسانس لري، خو ترافیکي پوهاوی نه لري، درېیمه خبره دا چې باربري موټرانو ډیر بار را بار کړی وي یونیم متر د هغو بار د سړک دواړو خواته راوتلی وي چې څنګ ته یې بل موټر په سختۍ تیریږي ډیر کله ټکرونه ددغه څخه رامنځته کېږي، څلورمه خبره داده چې موږ ترافیکي کنټرول نه لرو، موږ ترانسپورټي شرکتونه حکومت ته ماليه په دې خاطر ورکوو چې دوی زموږ موټران راته کنټرول کړي، خو څوک سر نه راسره خلاصوي.»

د یاد ترانسپورټي شرکت اداره په لویو لارو او سړکونو کې د ترافیکي لارښوونو د نشت خبره کوي او په وینا یې چې ښایي د دې نښو د نشتون له کبله هم ډیرې پیښې رامنځته کېږي.

د کابل-کندهار پر لویه لار وخت ناوخت خونړۍ ترافیکي پیښې رامنځته کېږي/ خواله رسنۍ

همدا راز د میروس نیکه خصوصي ترانسپورټي شرکت یو مسوول د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې تېرو دریو کلونو کې د تراسپورټ په برخه کې هیڅ ډول پرمختګ نه دی شوی.

دغه مسوول د طالبانو حکومت لخوا د موټرونو پر وخت نه څارل او د لارې اوږدو کې د ترافیکي نښو او خطونو نشت د ټکرونو لاملونه به ګوټه کوي.

هغه وویل: «د ټکرونو پر برابر مسافربري بسونه هیڅ نه دي ملامتیا ټوله په ټېلر او نورو غټو باربري موټرانو کې ده، خلک پر موږ تورونه لګوي چې د ترانسپورټي شرکتونو موټروانان چرس څکوي یا نورې نشې کوي زموږ په ټول دفتر کې داسې څوک نشته چې نشې وکړي، موږ پانګونه کړې حکومت دې زمینه سازي راته وکړي، سړکونه دې پراخه کړي مالیه ورکوو مفت خو یې نه راته جوړوي، چې سړک تنګ وي ټکر وشي ملامت هم موږ یو.»

په همدې حال کې د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت بیا په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د کابل-کندهار او نورو ولایتونو ترمنځ د لویو لارو اړوند د ترافیکو پېښو د کنټرول او مخنیوي لپاره یې ناسته کړې او ترڅنګ یې پر يو پلان کار کړی دی.

اعلامیه کې راغلي چې لویو لارو کې یې د ترافیکي پېښو د څېړنو لپاره یو تخنیکي ټیم جوړ او استول شوی، ترڅو د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو هر اړخیزه څارنه ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د کابل کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د دوو جلا ترافیکي پیښو له کبله ۱۲۳ کسانو ته مرک ژوبله واووښته او طالبانو بیا په خپلو اقداماتو کې د ټکر شویو مسافر وړونکو بسونو دفترونه تر امر ثاني پورې وتړل.