اطلاعات روز: د طالبانو عامې روغتیا وزارت په روغتیايي مرکزونو کې دیني مبلغین په دندو ګماري.
کابل کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست په تازه توګه د دعوت او ارشاد ۱۱ بستونه اعلان ته سپارلي دي.
دا بستونه د کابل د ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې دي.
يو روغتيايي کارکوونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د یو شمیر روغتیایي مرکزونو ترڅنګ د نشه یي توکو د درملنې په مرکزونو کې هم دیني مبلغین ګمارل شوي دي.
د هغه په وينا، د دغو بستونو لپاره ملايان استخدام شوي دي.
طالبان داسې مهال په روغتیايي مرکزونو کې دیني مبلغین ګماري، چې ډیری دغه مرکزونه د ښځینه ډاکټرانو په ګډون د مسلکي کارکوونکو له کمښت سره مخ دي. په همدې حال کې دغې ډلې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او دا بندیز ښایي په راتلونکي کې د افغانستان روغتیا برخه له جدي بحران سره مخ کړي.
طالبانو تر دې وړاندې په پوهنتونونو کې مبلغین او ملا امامان ګمارلي دي.
دې ډلې په هره اداره کې د دعوت ارشاد په نوم یو ریاست جوړ کړی، چې ویل کېږي د کارکوونکو د لباس او عقایدو د څارنې دنده پرمخ وړي.