اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې پاکستاني چارواکو ورته په تورخم کې ۵۴ افغان بندیان سپارلي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس نن (دوشنبه، ١٧ د مرغومي) خبر ورکړی، چې یاد کسان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه خوشې او د تورخم له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.
باختر اژنس زیاتوي، چې په دې بندیانو کې د ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل، لوګر، کاپيسا، وردګ، خوست، کندهار، غزني، هرات، سمنګان، پروان، بامیان، پکتيا، کندز، غور، بدخشان، بلخ، بغلان او تخار ولایتونو اوسېدونکي شامل دي چې په تورخم د طالبانو اړوند انټرپول پولیسو ته سپارل شوي دي.
د دې رسنۍ د معلوماتو له مخې یاد افغان کډوال د قانوني اسنادو نشتون له امله د پاکستاني پوليسو له لوري بندیان شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم یوشمېر افغان کډوال د اسلام اباد، کراچۍ، کوټې، بلوچستان او له نورو بېلابېلو زندانونو څخه خوشې شوي دي.
طالب چارواکو له دې مخکې ویلي و، چې د پاکستان په زندانونو کې لاهم افغانان بندیان دي او په وینا یې د خوشې کېدو هڅې یې روانې دي.