close

لغمان کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړ کې یوه ښځه وژل شوې

اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ یوې خپلمنځي شخړه کې یوه ښځه وژل شوې ده.

د سیمې یو اوسیدونکی محمد ولي وایي، چې پېښه تېره ورځ (سې شنبه، ۲۵ د مرغومي) د الیشنګ ولسوالۍ اړوند «سایګل» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره دواړو خواوو پر یو بل ډزې کړي چې پرمهال یې یوه ښځه لومړی ټپي او بیا یې د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

په همدې حال کې د لغمان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو مسوولینو هم د یادې پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د یادې شخړې پرمهال یوه ښځه ټپي شوې ده.

د امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پېښې په تړاو طالب سرتیرو شپږ کسان له وسلو سره نیولي او څېړنې ترې روانې دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد بېلابېلو سیمو کې پر ورته موضوعاتو خپلمنځي شخړې شوي چې له کبله یې خلکو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.