close

د کجکي برېښنا تر کندهاره رسیږي، خو نږدې ارزګان تپه تیاره دی

د هېواد په سویل کې ارزګان يو هغو ولايتونو دی چې د هلمند د کجکي ولسوالۍ سره نږدې موقيعت لري؛ خو د دې بند برېښنا بیا تر کندهاره رسيږي مګر نږدې ترينکوټ ښار بیا د دايمي برېښنا د نشتون له امله تياره او هټۍ یې د ماښام ترمخه تړل شوې وي.

د ارزګان ولايت اوسيدونکي وايي، چې د برېښنا نشتون یې له اساسي ستونزو څخه ګڼل کېږي چې له امله یې نه یوازې سوداګریز او ورځني فعالیتونه محدود شوي، بلکې د دوی پر اقتصادي ودې یې هم منفي اغیزې کړې دي.

د دې ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اوسيدونکی عبدالجبار وایي، چې د برېښنا د نشتون له کبله د شپې اته بجې ټول ښار تړل کېږي او یوازې هغه هټۍ پرانيستې وي چې په خپل شخصي لګښت یې د ځان لپاره برېښنا جوړه کړې وي.

نوموړی په دې باور دی که چیرې په ارزګان ولايت کې د دايمي برېښنا سیستم جوړ شي، نو دا به نه یوازې د ښار څراغونه روښانه کړي، بلکې د هټیو د فعالیت وخت به هم اوږد او سوداګري به پراخه شي.

عبدالجبار وویل: «ترينکوټ ښار کې برېښنا نشته خلک ډير په مشکل کې دي کله چې د شپې ۸ بجې کېږي ټول ښار تړلی وي يو لامل يې همدغه دی چې تياره وي او هيڅوک په تياره کې نه پاتې کېږي که چيري دلته يوه دايمي بريښنا جوړه شي او هټيو ته برېښنا ورکول شي زه باور لرم چې ټولې هټۍ به خلاصې وي.»

د ترینکوټ ښار زیات شمیر هټۍ د برېښنا نشتون له امله دشپې وختي تړل کېږي

د ترينکوټ ښار يو شمير هټۍوال هم د برېښنا له نشتون شکايت کوي او وایي چې د دې ستونزې له کبله یوازې د ورځې لخوا فعالیت کوي او دشپې یې هټۍ تړلې وي.

په دې ښار کې یو هټۍوال اغاګل وایي، که د طالبانو حکومت د دې ښار لپاره برېښنا برابره کړي، نو د نورو ولایتونو د ښارونو په څیر به د ترینکوټ ښار هم دشپې روښانه او پرانیستی وي.
د نوموړي په وينا چې ښاري څراغونه او برېښنا کولای شي د خلکو د کاري ودې ترڅنګ ښار ته ښکلا هم ورکړي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «موږ يوازې د ورځې لخوا هټۍ پرانيستي وي دشپې لخوا يې بیرته بندوو ځکه برېښنا نه وي ځينو خلکو لمریزه برېښنا جوړه کړې وي دشپې لخوا تر يو وخته پورې پاتې وي نور ځي که چيرې دولت ښار ته برېښنا جوړه کړي باور وکړئ دشپې لخوا به ډيرې هټۍ پرانيستې وي او هم به ښار ښکلی وي.»

ترینکوټ ښار کې یو شمیر هټۍوال د دولتي برېښنا نشتون له امله اړ شوي چې د ځان لپاره شخصي برېښنا جوړه کړي

دغه راز په دې ښار کې یو شمیر پانګوال هم د برېښنا نشتون د صنعتي پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ بولي او وایي، د هتۍوالو او عامو خلکو ترڅنګ دوی هم له ستونزو سره مخ دي.

ارزګان کې د خوراکي توکو د يوې فابريکې مسول حاجي عبیدالله وايي، ډير شمير پانګوال غواړي چې په ارزګان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، خو په وینا یې چې د برېښنا نشتون له امله دې کار ته زړه نه ښه کوي او دوی خپله هم د یادې ستونزې له کبله یوازې نیمه ورځ کار کوي.

نوموړی په دې باور دی، که د طالبانو حکومت دغلته د دایمي برېښنا سیستم جوړ کړي، نو زیات شمير پانګوال به په دې ولايت کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او زياتې فابريکې به فعاله شي.

هغه وویل: «موږ برېښنا نه لرو دلته موږ شمسي برېښنا جوړه کړې ده نيمه ورځ کار کوو نيمه ورځ بیا برېښنا نه وي د کندهار او نورو ډيرو ولايتونو څخه زما سره تجاران خبرې کوي، وايي موږ فابريکې په ارزګان ولايت کې فعاله کوو خو کله چې د برېښنا خبر شي بیرته خپله خبره واخلي وايي چې برېښنا نه وي موږ هم فابريکې نه فعاله کوو.»

زیات شمیر پانګوال غواړي چې ترینکوټ ښار کې صنعتي فابریکې جوړې کړي، خو د برېښنا نشتون د دې چارې مخه نیولې ده

ورته مهال ارزګان کې د طالبانو ځایي مسوولین هم د برېښنا د نشتون ستونزه مني او وايي چې ډېر ژر به د برېښنا دغه ستونزه هواره او د ښار او تفریح ځایونو څراغونه به روښانه کړي.

د دې ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند سمیع الله عکرمه وايي، په دغه ولایت کې د ۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید چارې پیل شوي او ډېر ژر به بشپړې شي او همدارنګه د هلمند د کجکي څخه دې ولایت ته د برېښنا پر انتقال کار روان دی.
نوموړي زیاتوي، چې د دغو دوو پروژو په بشپړولو سره به د ټول ارزګان د خلکو د برېښنا ستونزې حل شي.

عکرمه وویل: «په ارزګان ولايت کې د ۵ ميګاواټه سولري برېښنا جوړېدو لومړنۍ سروې ترسره شوې او په نږدې راتلونکي کې به د خلکو د اړتيا وړ برېښنا جوړه شي، په دې برخه کې موږ جدي هڅې پیل کړې دي.»

یاده دې وي چې ترينکوټ ښار وارداتي برېښنا نه لري او د دې ولايت اوسېدونکي ډيزلي برېښنا کاروي، چې د هر کيلو واټ بيه له ٢٨ تر ۴٠ افغانیو پورې ټاکل شوې ده.