close

په نيمروز کې يو ځوان د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوی

اطلاعات روز: په نيمروز کې سرچينې وايي چې د ياد ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د «سيدالله» په نوم يو ۲۵ کلن ځوان په ډزو وژل شوی دی.

سرچينې چې نه غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي چې ياده پيښه د خاشرود ولسوالۍ په «غرغري» سيمه کې هغه مهال رامنځته شوي کله چې ياد ځوان خپل موټر له امنيتي ځنځیر څخه تير کړی دی.

سرچينې ويلي چې وژل شوي ځوان په ولسوالۍ کې خصوصي زده کړي کولي.

د معلوماتو له مخې دا پيښه د يکشنبې په ماښام (۲۳ د مرغومي) رامنځته شوي او د وژل شوي ځوان جسد د دوشنبې په ورځ خاورو ته سپارل شوي دی.

دا په داسې حال کې چې تر دې مخکې هم طالبانو په دې ډول پيښو کې عام خلګ وژلي دي.