close

د زده کړو نړیواله ورځ؛ د یوناما رییسې له زده کړو د افغان نجونو محرومیت غمیزه وبلله

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د دفتر رییسې له زده کړو د افغان نجونو د محرومیت دوام یوه «ناسمه چاره او غمیزه» بللې ده.

یوناما نن (جمعه، ۵ د سلواغې) د نجونو د زده کړو په نړیواله ورځ پوه یوه اعلامیه کې ویلي چې د هغو افغان نجونو لپاره چې د زده کړو له بنسټیز حق څخه محرومې شوې دي، دا مناسبت په ډېر تأسف او ژورې اندیښنې سره یادوي.

د یوناما په اعلامیه کې ویل شوي چې یو زر او ۲۲۵ ورځې تېرېږي او ژر به څلور کاله پوره شي او د افغانستان تر ۱۲ کلنۍ لوړو نجونو په دې موده کې ونشوای کولای چې د طالبانو د بندیز له وجې ښوونځي ته ولاړې شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا ویلي: «دا یوه ناسمه چاره او غمیزه ده چې میلیونونه افغان نجونې د زده کړو له حق څخه محرومې شوې دي. تر اوسه هیڅ هیواد هم داسې پرمختګ نه دی کړی چې د واک په تر لاسه کولو سره یې د خپلې ټولنې نیمه برخه شاته پرېیښې وي.»

دې ټینګار کړی چې طالبان باید سمدستي دا بندیز ختم کړي او ټولو نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځي ته ولاړې شي.

یوناما ویلي چې طالبانو د ۲۰۲۱ له اګست څخه د ښځو او نجونو پر تر ټولو ابتدایي حقونو او ازادیو پراخ بندیزونه لګولي دي.

دې دفتر ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې ښځې او نجونې یې په ډاګه له هر ډول زده کړو منع کړې دي.