اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایي، چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې پرمهال پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پېښې یو عیني شاهد حضرت محمد چې د کابل- جلال اباد پر لویه لاره موټر چلوي وایي، چې تېر ماښام (جمعه، ۵ د سلواغې) پر یاده لاره د ماهیپر په سیمه کې یو کرولا موټر د ګړندي تګ له امله لومړی له یو پلچک سره لګېدلی او بیا د کابل سیند ته لوېدلې، چې پرمهال یې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره یاده پېښه د موټر چلوونکي د ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده، چې په ټپیانو کې موټر چلوونکی هم شامل دی.
د کابل-جلال اباد پر لویه لاره په دې وروستیو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې د موټرچلوونکو بې احتیاطي، د سړک خرابوالی او د ترافیکي قوانینو نه مراعات ښودل شوی دی.