close

ماشومان د طالبانو په روزنتون کې

هغه یتیمان چې جنګیالي ترې جوړېږي

خالد محمدي

سږکال په وږي میاشت کې طالبانو د بغلان په یوه یتیم خونه کې یو لړ مراسم جوړ کړي وو. په دې مراسمو کې د پنځو ماشومانو مخونه په داسې دسمالونو پټ شوي وو چې هغوی یې د حماس د جنګیالیو په څېر ښودل. د دې ماشومانو پر سینو د فلسطین، عربستان، مصر او ترکیې بیرغونه وو. د عربستان، مصر او ترکیې بیرغونه په پېغوریزه توګه څرګند کړل شوي وو چې که څه هم دا ځواکمن اسلامي هیوادونه په ظاهره د فلسطین ترڅنګ دي، خو عملا له فلسطین سره مرسته نه کوي – د دې مسلمانو دولتونو د «شرمولو» یوه سمبولیکه هڅه ده. له بې سرپرسته ماشومانو د طالبانو دا سیاسي ګټه اخیستنه او له دې لارې د ديني بنسټپالنې پر ترویج نیوکې وشوې. 

البته د طالبانو په حکومت کې ماشومان یوازې په دې مورد کې د فلسطین د ملاتړ په موخه میدان ته نه راوستل کېږي. د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې د دې ډلې تر کنټرول لاندې داسې په لسګونو یتیم خانې جوړې شوې دي. د اطلاعات روز موندنې ښیي چې د تېر یوه کال پرمهال د طالبانو له بودیجې، د ځینو اسلامي هیوادونو او سوداګرو په مرسته د شاوخوا دوو میلیونه ډالرو په لګښت په لسګونو روزنتونونه جوړ شوي دي.

له دې یتیم خونو څخه تر ټولو لوړ لګښت لرونکی روزنځای په میدان وردګ ولایت کې و چې د ۸۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شو. د امام بخاري روزنځای په پکتیکا ولایت کې د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت جوړ شوی او د پکتیا په زرمت او خوست کې هم دوې یتیم خونې هره یوه د ۲۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې.

دوې میاشتې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان په کچه ۳۹ یتیم خونې فعالیت کوي. دا په داسې حال کې چې شاوخوا یو کال وړاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی و چې په دې هیواد کې ۲۴ دولتي او ۳۰ خصوصي یتیم خونې فعالیت کوي. 

په عین مهال کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي په وروستیو کې اعلان وکړ چې د دې وزارت تر مدیریت لاندې ۵۰ یتیم خونې فعالیت کوي او په هغو کې اووه زره یتیم او بې سرپرسته ماشومان ساتل کېږي. 

د طالبانو د وزیرانو په ګډون د دې ډلې چارواکي په منظمه توګه یتیم خونو ته ځي او د دې لیدنو پرمهال «له کفارو سره جګړه» او د «جهاد» په څېر شعارونه ورکوي او د تېرو دوو لسیزو پرمهال خپل خونړي او مرګوني بریدونه ستایي. طالبان هیڅ داخلي یا هم بهرني خپلواک بنسټ ته اجازه نه ورکوي چې دا یتیم خونې وګوري. د دې ډلې منتقدین وایي چې طالبان له دې مرکزونو د سختدریځو افکارو د ترویج او «مغز مینځنې» لپاره کار اخلي او د خپل حکومت د دوام په صورت کې غواړي دا ماشومان د خپل راتلونکې جنګي ځواک په توګه تیار کړي. 

یوه ویډیو چې د طالب پلوو له لوري پر ایکس ټولنیزې شبکې خپره شوې او د دې ډلې د ملاتړو له لوري یې پراخ هرکلی شوی دی، په کندهار کې د شیخ زاید په روزنتون کې په لسګونو ماشومان او نوي ځوانان لیدل کېږي چې د «الله اکبر» چیغې وهي. په کندهار کې د یتیمانو روزنتون له ۲۰۰۳ کال راهیسې خپل فعالیت پیل کړی دی. هر کال د دوبۍ د واکمن محمد بن راشد آل مکتوم د خیریه بنسټ له لوري دې روزنتون ته ۶۰۰ زره ډالر ورکول کېدل. اوسمهال طالبان د یتیمانو ټول روزنځایونه سخت څاري او د دې مرکزونو زده کړییزه او تبلیغاتي منځپانګه په دقت کنټرولوي.

د طالبانو یو روزنتون/ خواله رسنۍ

د ترکیې ښکېلتیا

د رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ترکیې حکومت د ځینو یتیم خونو په تأسیس او ملاتړ کې له دې ډلې سره همکاري کوي.

د روان کال د وږي میاشتې پرمهال د ترکیې په ملاتړ په پکتیکا (د سراج الدین حقاني په مشرۍ د حقاني شبکې دودیز مرکز) او غزني ولایتونو کې د یتیمانو دوه روزنځایونه جوړ شول. طالبانو اعلان وکړ چې په پکتیکا کې د امام بخاري په نوم د یتیمانو روزنتون د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی. 

د امام بخاري د یتیم خونې یو ماشوم وکیل احمد چې په سپینه لنګوټه او کالیو سره په دې مرکز کې ژوند کوي، په افغانستان کې د داسې روزنتونونو د شمېر زیاتېدل غواړي. ده وویل: «په افغانستان کې د یتیمانو زیات روزنځایونه شته او باید مدرسې او د یتیمانو روزنتونونه زیات شي. زیات ماشومان نه هم پلار لري او نه هم مور؛ له همدې امله باید د یتیمانو روزنتونونه جوړ شي، ترڅو دا ماشومان زده کړې وکړي.» 

د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې یوه بله یتیم خونه د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې. د دې یتیم خونې ماشومان هم د لنګوټې په پر سر کولو مکلف دي. د دې مرکز یو ماشوم محمد عالم چې ژیړه لنګوټه یې پر سر ده وایي، چې پښتو یې مورنۍ ژبه ده او وایي چې دا یتیم خونه د ده د سرپرستۍ، زده کړې او اخلاقي روزنې په برخه کې ډېره موثره وه. 

همدا راز د وږي میاشتې پرمهال طالبانو په میدان وردګ ولایت کې اعلان وکړ چې د دې ډلې او پانګوالو په ملاتړ یې په اته جریبه ځمکه کې د ۸۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوې یتیم خونې د جوړولو کار پیل کړی دی. په میدان وردګ کې د طالبانو د والي د ویاند په وینا، دا یتیم خونه د ۸۰۰ یتیمانو د ساتنې ظرفیت لري. 

دوې میاشتې وروسته د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د خاتم الأنبیاء په نوم یوه یتیم خونه چې د ترکیې په ملاتړ د ۲۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې وه، ګټې ته وسپارل شوه. دا ودانۍ په دوو پوړونو کې لس خونې لري. همدا راز طالبانو اعلان وکړ چې ترکیه د دې روزنتون لپاره د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یوه مدرسه جوړوي او د جوړونې کار یې پیل شوی دی. 

په خوست کې د ترکیې په مرسته جوړ شوی روزنتون/ خواله رسنۍ

د «جهاد» ترویج او د پخوانیو نظامیانو د یتیمانو جذب

تېر کال د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني د خوست د مرکزي یتیم خونې د شاګردانو د فراغت په مراسمو کې ټینګار وکړ چې د پخواني حکومت د نظامیانو یتیمان به هم پالي. 

ده وویل: «امیرالمؤمنین صاحب وویل چې یوازې د خپلو شهیدانو د ماشومانو پالنه مه کوئ، بلکې له مقابل لوري چې کوم کسان تلف شوي دي، د هغوی اولادونه هم باید وروزل شي. زموږ د مخالفې ادارې د یتیمانو، شهیدانو او معلولینو لپاره ځانګړې بودیجه تیاره شوې ده، ترڅو دا ماشومان تربیه شي.» 

د افغانستان د وضعیت ځینې څارونکي دا د طالبانو له خوا یوه هڅه بولي چې غواړي د پخوانیو نظامیانو یتیم ماشومان جذب او په خپلو راتلونکو جنګیالیو یې بدل کړي. طالبان د داسې څه کولو مخینه لري او د افغانستان له پخواني حکومت او د هغه له غربي ملاتړو سره د جګړې پرمهال یې یو شمېر جنګیالي د مدرسو او روزنتونونو له ماشومانو او نویو ځوانانو څخه ترلاسه کول. یوه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده، پکې لیدل کېږي چې د سراج الدین حقاني په مشرۍ حقاني شبکه یو نوی ځوان د ترور عملیاتو ته لېږي. 

د مرغومي میاشتې پرمهال په خوست کې د طالبانو والي عبدالقیوم روحاني او د دې ډلې رهبر ته نږدې کسانو هغه ودانۍ پرانیسته چې د یتیم خونې لپاره د ۲۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې وه. ده د مراسمو پرمهال چې د یتیم خونې ماشومان هم موجود وو، د جهاد پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: «جهاد هغه عمل دی چې الله یې خپلو خاصو بندګانو ته غوره کوي. جهاد د یوه نېکمرغه انسان په برخه کېږي، هغه چې د الهي احکامو د تطبیق او له کفارو او الحاد سره د مقابلې لپاره را وړاندې کېږي.» 

د میزان میاشتې پرمهال په فاریاب کې د طالبانو د والي مرستیال مولوي حمیدالله ارشاد د یوې یتیم خونې د پرانیستې مراسمو پرمهال چې شاوخوا ۲۵۰ نجونې او ماشومان ځایولای شي، وویل چې په جګړه کې د دې ډلې د وژل شویو ځواکونو ماشومان په دې مرکز کې روزل کېږي. ده وویل: «د یوې داسې یتیم خونې په پرانیسته خوښ یم چې د شهیدانو اولادونه پکې روزل کېږي. څومره چې مو وس کېږي، تر هغو به د خپلو شهیدانو د اولادونو تر څنګ یو.» 

د یوې یتیم خونې څخه د طالبانو لیدنه/ خواله رسنۍ

پنجشیر

طالبانو د روان کال د زمري میاشتې پرمهال اعلان وکړ چې په لومړي ځل یې په پنجشیر ولایت کې د نجونو او هلکانو یوه یتیم خونه ګټې اخیستنې ته سپارلې ده. په پنجشیر کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان وکړ چې د دې روزنتون پر رغونې یو نیم میلیون افغانۍ لګښت شوی دی. 

په پنجشیر کې د طالبانو والي او القاعدې ډلې ته نږدې کس محمد اغا په بازارک سیمه کې د دې یتیم خونې د پرانیستې په مراسمو کې د بې سرپرسته ماشومانو د پالنې پر ملاتړ ټینګار وکړ. 

د دې یتیم خانې یو ماشوم چې سپینه خولۍ یې پر سر او خړې جامې یې اغوستې وې، د طالبانو تر مدیریت لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: «ډوډۍ، بوټ او جامې راته رسېږي او خوراک مو هم ښه دی. زموږ استادان هم ښه درس راکوي او راضي یم.» 

د دې مرکز یو بل ماشوم احمد ضمیر هم د محمد کبیر څرګندونو ته ورته خبرې وکړې. د دې ماشومانو یو ډول خبرې دا ښيي چې ظاهرا تر مرکې وړاندې ورته ویل شوي دي چې باید کومې خبرې وکړي. 

طالبان په پنجشیر کې پراخ نظامي ځواک لري او له دې سره-سره مدرسې او د یتیمانو لپاره روزنتون هم جوړوي. په پنجشیر کې د طالبانو منتقدین په دې باور دي چې دا مدرسې او روزنتونونه د طالبانو د ایډیولوژۍ په خدمت کې دي او جګړه او تاوتریخوالی ترویجوي. 

حاجي یوسف وفا د یو یتیم ماشوم سره د خبرو په حال کې/ بلخ کې د طالبانو د والي دفتر

د طالبانو ملاتړو د پنجشیر له روزنتونه د ماشومانو یو انځور خپور کړی چې یو خیاط پکې د ماشومانو د کالیو اندازه اخلي او ورته ګنډي يې او ورسره په څنګ کې یې د طالبانو چارواکي هم ښکاري. د طالبانو ملاتړو د دې انځور په خپرولو سره دا ویل چې په پنجشیر کې بې سرپرسته ماشومانو ته پاملرنه کېږي. دا انځور پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو د څو حسابونو له خوا له یو ډول متن سره خپور شوی دی. 

غزنی او بلخ

د افغانستان د پخواني حکومت پرمهال د طالبانو په بریدونو کې ګڼ شمېر نظامیان او ملکي وګړي وژل شوي دي او اوس د دې قربانیانو یو شمېر ماشومان د طالبانو تر مدیریت لاندې روزنتونونو کې ساتل کېږي. 

د روان کال د لیندۍ میاشتې پرمهال طالب پلوو پر ایکس ټولنیزې شبکې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب یوه ویډیو خپره کړه چې په غزني کې د «احساس» په نوم د یتیمانو یوه روزنتون ته ورغلی دی. په دې ویډیو کې ملا یعقوب د روزنتون له ماشومانو سره لیدل کېږي او ماشومانو ته د لاس ورکولو پرمهال هغوی د ده لاس مچوي. له طالبانو سره تړلې حریت رسنۍ د ملایعقوب له خولې ليکلي و، چې ده د یتیمو ماشومانو د ښوونې او روزنې پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې هڅه کوي د دې ماشومانو د زده کړییز کیفیت د لوړولو لپاره لازم امکانات برابر کړي. 

په بلخ کې د طالبانو والي حاجي یوسف وفا چې د د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده ته نږدې کس دی، هم د روزنتونونو موضوع ته ځانګړې پاملرنه لري. د بېلګې په توګه، د افغانستان د سقوط د درېیمې کلیزې پرمهال په مزار شریف کې د یتیمانو یو روزنتون ته ولاړ او هلته یې ماشومانو ته خبرې وکړې. د دې لیدنې په خپرو شویو عکسونو کې ماشومان او نوي ځوانان په سپینو کالیو او پګړیو کې لیدل کېږي، هغه جامه چې طالبان یې عموما استفاده کوي. 

د طالبانو منتقدین پر دې باور دي چې د داسې جامو الزامي کول د دې څرګندونه کوي چې دا ډله هڅه کوي چې د ماشومانو او نویو ځوانانو لیدلوری بدل کړي او له خپلې ایډیولوژۍ سره سم یې وروزي. دوی په دې باور دي چې طالبان غواړي دا ماشومان د خپلو راتلونکو جنګیالیو په توګه وروزي. 

د طالبانو دا چلند د ۹۰یمې لسیزې په دویمه نیمايي کې د دې ډلې د لومړي حکومت پرمهال هغې تګلارې ته ورته دی چې د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره یې سپینې پګړۍ او جامې الزامي کړې وې. 

د طالبانو تر واک لاندې روزنتونونو کې زده کړییزه منځپانګه په عمده توګه پر قرآني علومو او د دين او شریعت پر اصولو متمرکزه ده. همدا چلند په ټولو داسې مرکزونو کې تعقیبېږي ترڅو د طالبانو مذهبي ایډیولوژي پیاوړې کړي. 

د تېر کال د کب میاشتې پرمهال د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د حضرت علي په نوم یو روزنتون څخه ۳۸ تنه د قرآن کریم د حفظ له دورې فارغ شول او د فراغت سندونه یې تر لاسه کړل. د دې زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې په کاپیسا کې د طالبانو د پوهنې رییس فرید حقاني ټینګار وکړ چې «د طالبانو اسلامي امارت» د دې ډلې د ځواکونو د قربانیو نتیجه ده او د قرآن حافظان دا دنده لري چې د طالبانو د وژل شویو لار تعقیب کړي. 

منتقدان په دې باور دي دا ډول زده کړې ماشومانو ته د پرمختګ د متوازنو فرصتونو د برابرولو پرځای له هغوی د طالبانو د افراطي ایډیولوژۍ د ترویج په برخه کې کار اخلي او هغوی چمتو کوي چې د دې ډلې په راتلونکو سیاسي او نظامي اهدافو کې رول ولري.