close
Photo: Sent to Etilaatroz

د ننګرهار پوهنتون محصلین د طالبانو له دوه مخي چلند شکایت کوي

د ننګرهار پوهنتون یو شمېر محصلین شکایت کوي چې په دغه پوهنتون کې له نور برخو سربېره د لیلیې په برخه کې ګڼې ستونزې موجودې دي او یوازې هغو محصلینو ته ارزښت ورکول کېږي، چې طالب پلوي او یا د دې ډلې سره اړیکې ولري.

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علوم پوهنځي د دویم کال محصل عبدالغني وایي، په دې وروستیو کې د پوهنتون د لیلیې مدیر له زیاتره محصلینو څخه په یوه او بله بهانه د ډوډۍ کارتونه ټول کړي او په خپلو طالب پلوو محصلینو یې ویشلي دي.

د هغه په خبره ځینو محصلینو له همدې کبله د لیلیې له مدیر او ځینو نورو مسوولینو سره د ډوډۍ د کارټونو د راټولولو پر سر جنجال او لفظي شخړه کړې او ځینې د طالبانو له لوري ګواښل شوي هم دي.

عبدالغني زیاتوي: «د ننګرهار پوهنتون په لیلیه کې اوسمهال هغه څوک اوسیږي چې، طالب پلوی وي او یا ورسره اړېکې ولري، ځکه له ډیرو محصلینو د لیلیې مدیر د ډوډۍ کارتونه ټول کړي او ورته ویلي یې دي، بیا یې درکوو خو د یوې میاشتې په تېرېدو تراوسه بېرته نه دي راکړل شوي له همدې کبله ځينو محصلینو د لیلیي له مدیر سره لفظي شخړه کړې، خو بیا هغه طالبان راغوښتي او بیا یې پرې محصلین ګواښلي نو دا جنجال پر ځای پاتې دي خو تراوسه ورته هیڅ مسوول پام نه دی کړی.»

د نوموړي په خبره هغه محصلین چې د طالبانو له لوري له لیلیې ویستل شوي اوسمهال په شخصي ځایونو کې اوسېږي چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د پوهنتون یو بل محصل حشمت الله هم په ننګرهار پوهنتون کې د طالبانو له دوه مخي چلند شکایت کوي او وایي، چې هلته د ليلیې نشت له کبله دوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي او يو شمېر محصلينو د خپلو زده کړو خوشې کېدو ته مجبور شوي دي.

د هغه په وینا د پخوا په شان محصلینو ته د اعاشې پېسې او امتیازات نه ورکول کېږي، چې له کبله یې زده کړیالان له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

حشمت الله وویل: «پخوا به هغه محصلین چې لیلیه کې نه اوسېدل هغوی ته به نغدې پېسې ورکول کېدې، خو اوسمهال طالبانو دا امتیازات هم بند کړي او دغه راز له لیلیې یې زیاتره محصلین شړلي دي او ورته ویل شوي، چې له دې وروسته د نورو محصلینو حق دی چې لیلیه ورکړل شي؛ نو زیاتره محصلین اوسمهال د درونټي په بازار او دغه راز د جلال اباد ښار په شخصي مارکېټونو کې اطاقونه په کرایه نیولي چې له زیاتو ستونزو سره مخ دي له مسوولانو غوښتنه کوو چې مونږ ته لیلیه راکړي.»

د هغه په خبره هغه محصلین چې اوسمهال په شخصي ځایونو او خاص ډول د جلال اباد ښار په شخصي مارکېټونو کې اوسیږي، د پوهنتون د ځانګړي ټرانسپورټ د نشتون له کبله خپلو زده کړو ته پر وخت رسیده ګي نه شي کولای او ځینې له زده کړو زړه ماتې شوي دي.

محصلین وایي، اوسمهال په لیلیه کې زیاتره طالب پلوي محصلین اوسېږي/ استول شوی

عصمت خان چې دا یې مستعار نوم دی په اصل د مزار شریف اوسېدونکی دی، خو اوسمهال ننګرهار پوهنتون کې زده کړې کوي. نوموړی وایي د لوړو زده کړو بشپړولو په هدف یې شپه او ورځ پر ځان یوه کړې، خو درې اوونۍ کېږي له لیلیې ویستل شوی او دا مهال یې د جلال اباد ښار په یو مارکېټ کې ځای په کرایه نیولی دی.

نوموړی وايي، د ده نور ملګري چې له لیلیې شړل شوي په خصوصي مارکېټونو کې لګښتونه نه شي پوره کولی نو ځکه خو یې ځینو خپلې زده کړې پرې اېښي او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د هغه په خبره اوسمهال د ننګرهار پوهنتون په لیلیه کې د اوسېدو لپاره له اړیکو سره سره د ږیرې پرېښودل د سپینه خولۍ پر سر کول او د طالبانو لپاره جاسوسي کول معیار ګرځول شوی دی.

عصمت خان زیاتوي: «یوه ورځ د لیلیي مدیر راغی او د لیلیې ټولو هلکانو ته یې وویل، چې ږیرې پریږدي او هغه کسان چې له دې امر سرغړونه کوي نو له لیلیې به وشړل شي، نو زما په ګډون بیا زیاتره محصلین چې ږیرې مو کمې وې او خولۍ مو نه پر سر کولې له لیلیې وویستل شو؛ دغه راز بله ورځ راته د لیلیې مدیر وویل چې ته باید د طالبانو لپاره د محصلینو په منځ جاسوسي وکړې او امتیازات به هم درکړو، خو ما ونه منله ځکه خو اوس دلته شخصي اطاق کې اوسیږو زیاتره محصلین په شخصي ځایونو کې د لګښتونو د پوره کولو توان نه لري نو له همدې کبله یې زده کړې هم پرېښي دي.»

 د هغه په وينا د ليليې د محصلينو د ډوډۍ کيفيت خراب او امتیازات ترې د لیلیې د مسوولینو له لوري غلا کېږي چې له کبله یې محصلین زده کړو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ننګرهار پوهنتون لیلیه هغه چې محصلین یې له خدماتو خوښ نه دي/ استول شوی

 د ننګرهار پوهنتون ته یو شمېر هغه محصلین چې د هېواد له نورو ولایتونو ورغلي وايي، لیليه نه لري او نه دومره توان لري چې هلته د اوسېدو لپاره په کرایه اطاقونه ونیسي.

د ننګرهار پوهنتون د انګلیسي ادبیاتو پوهنځي د دريم کال محصل نثار احمد وايي، چې نوموړی له وردګو راغلی خو تازه له لیلیې ویستل شوی او اوسمهال دومره پېسې نه لري چې په ښار کې پرې اطاق ونیسي.

د هغه په خبره د لیلیې مدیر په دې بهانه ویستلی چې د پوهنتون له لومړي او دویم کال پرته دریم او څلورم کال محصلینو ته لیلیه نه ورکول کېږي.

 هغه وايي، که دا د پوهنتون خپله پرېکړه وي او که د لوړو زده کړو وزارت په همغږي وي، خو د دریم او څلورم کال محصلینو په حق کې زیاتی دی.

نثار احمد زیاتوي: «ما ته د لیلیې مدیر وویلې چې ته د دریم کال محصل یې د او اصولو له مخې باید ته نور په لیلیه کې ونه اوسیږې، خو ما ومنله اوس په شخصي اطاق کې اوسیږم لګښتونه زیات دي او زه یې د پوره کولو توان نه لرم؛ د پوهنتون له ادارې غوښتنه کوو چې د محصلینو لپاره د لیلیې په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي او دغه راز شته په لیلیه کې باید د فساد مخنیوی وشي ځکه د محصل په نوم هیڅ امتیازات نه ورکول کېږي د ډوډۍ کیفیت ټيټ دی او دا حالت ورځ تربلې خرابیږي.»

هغه وايي داسې محصلین هم پېژني چې له لیلیې پرته ښايي پوهنتون په همدې ټولګیو کې پرېږدي، ځکه د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای په ښار کې لګښتونه او د اطاق کرایې پوره کړي.

د ننګرهار پوهنتون لپاره د طالبانو مسوولین وایي، د دې پوهنتون په لیلیه کې یوازې مستحقو محصلینو ته ځای ورکوي/ ننګرهار پوهنتون

په همدې حال کې د ننګرهار پوهنتون لپاره د طالبانو رییس مولوي انعام الله مدني د محصلینو ادعاوې ردوي او وایي، چې د پخوا په پرتله یې د محصلینو لپاره د لیلیې په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د نوموړي په خبره په لیلیه کې یې د هغه زده کړیالانو د تصفیې لړۍ پیل کړې، چې مستحیق نه دي او د نورو اړمنو محصلینو ځای یې نیولی دی.

مدني وویل: «د لیلیې په برخه کې شوې ادعاوې بې بنسټه دي ځکه مونږ ته ټول محصلین یو شان دي او ترمنځ یې هیڅ توپير نه کوو، هغه نامستحق محصلین چې له پخوا په لیلیه کې وو د هغوی یو ډول تصفیه مو پیل کړې څو یې ځای خالي او نورو بې وزله محصلینو ته ځای ورکړل شي لاهڅه کې یو چې د محصلینو لپاره په ټولو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړو، څو د محصلینو ځینې ستونزې حل شي.»

بلخوا د جلال اباد ښار په مارکېټونو کې دا مهال د شخصي اطاقونو بیه او لګښتونه دوه برابره زیات شوي چې محصلین یې اندېښمن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې د ننګرهار پوهنتون په ګډون د هیواد په زیاتره پوهنتونونو کې پر محصلینو د ږیرې پرېښودل او د خولۍ پر سرکول جبري کړي او ګڼ نور محدودیتونه یې هم وضعه کړي دي چې له کبله یې زده کړیالان زده کړو پرېښودو ته اړ شوي دي.