close
انځور: ارشیف

نورستان کې د شري ناروغۍ له امله درې ماشومان مړه شوي

اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د شري ناروغۍ له امله درې ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینه وایي، دا ماشومان نن (دوشنبه، ۸ د سلواغې) سهار مهال د کامدېش ولسوالۍ اړوند مرکزي کامدېش کلي کې مړه شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دا ماشومان روغتیایي مرکز ته بیول شوي وو او هلته ورته ویل شوي و چې ماشومان شري نیولي، خو په کلینیک کې د کافي امکاناتو او درملو نشتون د دې لامل شوی، چې ماشومان خپلو کورونو کې ساه ورکړي.

سرچینې د مړو شویو ماشومانو د هویت او عمرونو په تړاو نور جزیات په ډاګه نه کړل.

تر اوسه په دې تړاو نورستان کې د طالبانو روغتیایي مسوولینو څه نه دي ویلي.

نورستان د هېواد په کچه یو له غره ییزو ولایتونو دی چې ډېری اوسېدونکي یې د بنسټیزو روغتیایي مرکزونو د نشتوالي له امله کافي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.