close

د هلمند په سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې احتمال

اطلاعات روز: هلمند کې سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت د بهرامچې ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ حالت ترینګلی او د جګړې رامنځته کیدو احتمال شته دی.

د سرچینو په وینا، طالبانو دغلته «فرضي کرښې» ته څیرمه ګڼ شمیر ځواکونه او تجهیزات ځای پر ځای کړي دي.

یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي اطلاعات روز ته وویل، چې طالبانو غوښتل پر «ډیورنډ فرضي کرښه» نوې امنیتي پوستې جوړې کړي، خو پاکستاني ځواکونو یې مخه نیولې ده.

د دې سرچینې په وینا، طالبانو د فرضي کرښې سره نږدې اوسیدونکو ته خبر ورکړی چې خپل کورونه پریږدي.

یوې سرچینې وویل، چې د طالبانو د خبر وروسته ډیری کورنۍ د تېرې ورځې راهیسې خپل کورونه پریږدي.

یوې بلې سرچینې بیا اطلاعات روز ته وویل، چې پاکستاني ځواکونو پرون د طالبانو په موټرو ډزې وکړې، خو طالبانو ځواب ورنه کړ.

په یوه ویډیو کې د ډزو غږ هم اورېدل کېږي.

طالبانو او پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.