اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق ویلي چې په دې هیواد کې ښځې خوندي، اغېزناکو او د لاسرسي وړ روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله د مړینې او ناروغېدو د کچې د لوړېدو له خطر سره مخ دي.
دې بنسټ ویلي چې د شریکانو او بریتانیا په څېر تمویلوونکو له لوري نویو زېږېدونکو، ماشومانو، نویو ځوانانو او حامله میندو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق ویلي چې پر روغتیايي خدماتو دوامداره پانګونه چې په دې هیواد کې روغتیايي خدماتو ته د ښځو خوندي او بې خنډه لاسرسی تضمین کړي، ډېره مهمه ده.
د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو لپاره ۲۹۷.۷ میلیون ډالرو بودجې ته اړتیا لري.
د اوچا په وینا، اټکل کېږي چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال به په افغانستان کې ۱۴.۳ میلیون وګړي روغتیايي خدماتو ته اړتیا ولري.
اوچا ویلي چې په اړمنو کې به ۵۳ سلنه ښځې او پاتې نور ماشومان او معلولیت لرونکي وګړي وي.
د اوچا په وینا، د ۲۰۲۵ کال پر مهال به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیون وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا ولري او د مرستې رسونې لپاره ۲.۲۴ میلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا ده.
دا په داسې حال کې چې له افغانستان سره تر ټولو ستر مرسته کوونکي هیواد امریکا د ټرمپ تر ولسمشر کېدو وروسته خپلې بهرنۍ مرستې بندې کړې دي.