close
Photo: @MID_Tajikistan

د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې استازو د افغانستان په اړه خبرې کړي

اطلاعات روز: د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو او د اروپايي ټولنې ځانګړو استازو د افغانستان په اړه په خپله شپږمه ناسته کې د دغه هیواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بدلونونه څیړلي دي.

دغه وزارت ویلي، چې دا ناسته پرون (چهارشنبه، ۱۷ د سلواغې) د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې شوې.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د یادې ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تېره بیا د ښځو او نجونو وضعیت او د افغانستان امنیتي ننګونو او ګواښونو په اړه هم خبرې وکړې.

دې وزارت زیاته کړې چې په دې ناسته کې د افغانستان سره د مرستې لپاره د مرکزي اسیا د هېوادونو او د اروپايي ټولنې د تګلارې په اړه هم خبرې وشوې.

د تاجکستان پرته، د منځنۍ اسیا ډیری هیوادونه له طالبانو سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.

خو، په ورته وخت کې د دغو هیوادونو چارواکو او د ګډ امنیتي تړون سازمان په مکرر ډول له افغانستان څخه د راپورته کیدونکو امنیتي ګواښونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.