اطلاعات روز: په هلمند او کندهار کې ځایي سرچينې خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې د جلا پیښو له امله يو تنکی ځوان او يو د پاخه عمر لرونکی کس مړه شوي دي.
هلمند کې یوې ځایي سرچینې وویل، چې د دې ولایت د نوزاد ولسوالۍ اړوند «درمیان» کلي کې پرون (چهارشنبه، ۱۷ د سلواغې) ماښام مهال یو ۱۵ کلن هلک ځان په ونې پورې ځړولی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.
سرچینې په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، خو په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ یاد تنکی ځوان د محمد سالم په نوم یادوي او وایي چې هغه د خپل مشر ورور سره د لفظي شخړې وروسته ځان ځړولی دی.
په ورته مهال کندهار کې سرچينې وایي، چې د دې ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د يو عمر خوړلي کس جسد موندل شوی دی.
د سرچینې په وینا، چې یاد کس د نامعلومو کسانو له لوري لومړی وژل شوی او بیا یې جسد سوځول شوی دی.
سرچینې وایي، چې د دغه وژل شوي کس هویت معلوم نه دی، خو جسد یې کندهار کې د طالبانو پولیسو دغه ولایت کې میرویس حوزوي روغتون ته انتقال کړی دی.
کندهار کې د طالبانو پولیسو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې پټې وژنې زیاتې شوي چې تر ډیره یې عاملین معلوم نه وي.