اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې یو هلک او یوه نجلۍ د اخلاقي فساد په تور وژل شوي.
د نورستان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند غلام الرحمن حیدري وایي چې دا پېښه درې ورځې وړاندې (جمعه، ۱۹ د سلواغې) د نورګرام ولسوالۍ په «میري» سیمه کې را منځته شوې.
حیدري وایي چې نجلۍ او هلک د اخلاقي فساد د ترسره کولو پر مهال نیول شوي او د دواړو کورنیو په خوښه وژل شوي دي.
نوموړي د هلک او نجلۍ او د هغوی د کورنیو د هویت په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.
په همدې حال کې د نورستان ولایت لپاره د طالبانو رسنیز دفتر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ډلې سیمهییزو مسوولینو د دواړو کورنیو ترمنځ د ستونزې د حل په موخه جرګه رابللې ده.
دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې هم نورستان کې د ناموسي مسایلو پر سر د ګڼو کورنیو ترمنځ نښتې را منځته شوې دي.