اطلاعات روز: که څه هم د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یو فرمان په صادرولو سره په ټول هیواد کې پر ښکار بندیز لګولی، خو تازه په ننګرهار کې د دغې ډلې سیمه ییز چارواکي وایي، چې دغلته یوازې هغه بهرنیانو ته د ښکار اجازه ورکوي، چې د بیارغونې او خیریه چارو کې ونډه واخلي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د چاپیریال ساتنې رییس قاری احسان الله مختار رسنیو ته ویلي، چې د چاپیریال ساتنې مرکزي ادارې د سپارښتنې له مخې دلته یوازې هغه بهرنیو ښکاریانو ته د ښکار کولو اجازه ورکوي، چې راکډوال شویو الوتونکو په ښکار پسې راغلي وي.
د نوموړي په خبره دغه بهرنیو ښکاریانو ته دوی په دې شرط د ښکار اجازه ورکوي، چې په دغه ولایت کې به د بیارغونې او خیریه کارو په چارو کې ونډه اخلي.
خو، ځینو نورو سرچینو بیا وویل، چې د طالبانو سیمه ییز قومندانان او مسوولین په ولسوالیو کې له بهرنیو ښکاریان په شخصي ډول د ښکار پر سر پېسې اخلي.
د دوی په خبره طالبانو په نورو عامو خلکو ښکار بند کړی، خو بهرنیانو ته یې د پېسو په بدل کې د ښکار اجازه ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر د یو فرمان په صادرولو سره په ټول هیواد کې پر ښکار بندیز لګولی دی او د دې حکم موخه د چاپېریالي قوانینو او مقرراتو پلي کېدل یادوي.
ننګرهار له هغو ولایتونو دی چې ډول ډول نایابه مارغان لري چې ډېر کله به دغه مرغان د ښکاریانو له لوري نیولکېدل او بیا به په ټیټه بیه په بازارونو کې پلورل کېدل.