اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د طالبانو نږدې څلور کلنه واکمنۍ ناکامه بللې او ویلي یې دي چې د دې ډلې مشران د «فاسدو، قومي او سیاسي ټیکه دارانو په څېر د شخصي ګټو په لټه، د بهرنیو د امرونو تابع، د شتمنۍ په راټولولو او د څو وادونو په کولو بوخت دي».
نوموړي نن سهار (دوشنبه، ۲۲ د سلواغې) ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې د افغانستان خلکو او نړۍ ته دا ثابته شوه، چې د طالبانو او د دې ډلې د مشرتابه پالیسۍ د افغانستان د خلکو او ملي ګټو پر وړاندې په ځانګړې توګه د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې، د وړتیا، عدالت، د قانون حاکمیت او د خلکو د ارادې پر بنسټ د یو ټول ګډونه جوړښت د جوړولو هڅې ناکامې کړي او د افغانستان د خلکو لپاره د سولې، ثبات او دایمي سوکالۍ د ډاډمنولو لپاره هیڅ اراده نشته.
فایق زیاته کړې چې طالبان د اسلام او شرعي قوانینو له نوم څخه په ګټې اخیستنې دوه ګونی سیاستونه چې هیڅ اسلامي ریښه نه لري تعقیبوي او له دې لارې هڅه کوي چې افغانستان منزوي او د تبعیضي پالیسیو سره خپل واک پیاوړی کړي.
پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټینګولو نږدې څلور کاله تیریږي، خو د دې ډلې حکومت لا تر اوسه په رسمي توګه نه دی پیژندل شوی.
طالبان د نیوکه کوونکو په ځپلو او د بشري حقونو په سرغړونو سره حکومت کوي. د دې ډلې د واکمنۍ لاندې، ښځې او نجونې د زده کړې او کار په ګډون د خپلو اساسي حقونو څخه محرومې دي.
دا په داسې حال کې ده چې هېوادونه او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو په درناوي، د یو ټول ګډونه حکومت په جوړولو او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه ټینګار کوي.