اطلاعات روز: په کندوز کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند جمعهالدین خاکسار وایي چې نن سهار کابل بانک څانګې ته نژدې چاودنه یو ځانمرګی برید و.
ده ویلي چې په دې چاودنه کې د طالبانو د غړو په شمول ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي. غیر رسمي سرچینو د تلفاتو شمېر زیات ښوولی دی.
خاکسار وایي چې سهار شاوخوا ۸:۳۵ یوه ځانمرګي بریدګر کابل بانک ته نژدې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
سرچینې وایي چې دا چاودنه هغه وخت وشوه چې طالب ځواکونه د خپل معاش تر لاسه کولو لپاره بانک ته تللي و.
د ناتایید شویو او هغو معلوماتو له مخې چې د طالبانو په ارتباطي ګروپونو کې خپاره شوي، په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي.
د طالبانو یوه غړي لیکلي چې د طالبانو د دفاع وزارت ځواکونه د معاش اخیستلو ته تللي وو چې کابل بانک په وړاندې چاودنه وشوه.
ده ویلي چې په دې چاودنه کې ۲۰ تنه طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي. دې کس همدا راز ویلي چې په دې برید کې څلور ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
دا برید په داسې مهال کې ترسره شوی چې طالبانو خپلو ځواکونو ته اخطار ورکړی و چې بانک ته د معاش تر لاسه کولو پر مهال احتیاط وکړي.
د طالبانو د ځواکونو او د دې ډلې د اداري کارمندانو معاشونه له یو څه وخت راهیسې ځنډېدلي و او د روانې اونۍ له پیله یې توزیع پیل شوې.